د منځني ختیځ لپاره د بریټانیا د دولت وزیر هامیش فالکونر ویلي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې، پهکې نجونې د منځنۍ او لېسې دورې زدهکړو اجازه نهلري.
نوموړي زیاته کړې چې، د افغانستان سرپرست حکومت دې په دغه راز کړنو سره د دې د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ تمه نه کوي.
هامیش فالکونر ویلي: « افغانستان په نړۍ کې یوازیني هېواد دی چې د نجونو پر مخ د منځني ښوونځي او لیسې د دورې زده کړې بندې دي، بريټانيا دغه اقدام، د طبي زده کړو د بندولو لپاره د طالبانو وروستۍ پرېکړه او په نادولتي موسسو کې يې د کار کولو لپاره تازه هڅې په کلکو ټکو غندي.»
له دې سره سم، له زده کړو محرومې ځینې نجونې یو ځل بیا له اړوندو مسوولینو غواړي چې، د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.
روینا یوه له هغو میلیونونو نجونو ده چې، د پوهنتون په لومړي کال یې له زدکړو بې برخې شوه او اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده. نوموړې له اسلامي امارته غواړي چې د نوي کال په پیل سره د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
روینا و ویل: « دا باید مالومه شي چې موږ لاړ شو چېرته زده کړو ته دوام ورکړو، یوازې اوازه وه چې ښوونځي پرانیستل کیږي خو ونشوه، دوه میاشتې وروسته بل کال کیږي خو لا هم نامالومه ده.»
د امریکا د سولې انسټیټیوټ هم په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
زدهکوونکې، کاینات وایي: « زما غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې یوه ورځ به د ډاکترانو له کمښت سره مخ شئ، چې اوس هم ورسره مخ یو.»
بلې زده کوونکې، فاطمه خاوري و ویل: « زه اندېښمنه یم چې کورنۍ مې دې ته فکر کوي چې د خپلې لور د زده کړو لپاره له دې ځایه کډه شي. ولې لاړه شي؟ ایا دا زموږ هېواد نه دی؟ ایا موږ باید دلته ژوند ونه کړو؟»
خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې، اسلامي امارت باید داسې تګلارې وڅاري چې له یوې خوا د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي او له بلې خوا له نړۍ سره تعاملات زیات کړي.
د سیاسي چارو شنونکي، نجیب الرحمن شمال و ویل: « اسلامي امارت باید اساسي قانون نافذ کړي او د هغې پر بنسټ له نړۍ سره خپلې اړیکې تعریف کړي ترڅو د افغانستان ملي ګټې خوندي شي.»
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم هېواد کې پر نجونو د ښوونیز بندیز په اړه ویلي و چې، د هېواد له شل میلیونه وګړو سره بې عدالتي روانه ده.
په دې اړه مو اندونه