د جرمني په باواریا ایالت کې د یوه افغان له لوري د چړې په برید کې یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی وژل شوی دی.
د جرمني پولیسو ویلي، پر دغه برید تورن کس یو ۲۸ کلن افغان دی چې نیول شوی او د رواني ناروغیو تر درملنې لاندې دی.
د انټرفرانکن ښار د پولیسو ویاند، ماکسیمیلیان باسر و ویل: « نن سهار ۱۱:۴۵ بجې د چړې برید له امله یو ۴۱ کلن سړی او یو دوه کلن ماشوم وژل شوی دی. شکمن کس چې تر پېښې وروسته سم د لاسه ونیول شو، یو ۲۸ کلن افغان دی. د دې پیښې د عواملو، شرایطو او انګیزې په اړه جنایي څېړنې دوام لري او له خلکو او رسنیو مو هیله ده چې له اټکلونو ډډه وکړي.»
دغه برید کې د یوه بل ماشوم په ګډون درې کسان نور ټپیان شوي دي.
نیول شوی افغان چې تر دې وړاندې یې هم جرمني کې د تاوتریخوالي مخینه لرله، په یوه رواني روغتون کې تر درملنې لاندې وو او ټاکل شوې وه چې، له جرمني و وځي خو د درملنې لپاره پاتې شوی و.
تر پیښې څو ساعته وروسته، شاوخوا ۱۵۰ جرمنیانو د دې برید په غبرګون کې لاریون وکړ او له حکومته یې د کډوالو د ایستلو د سختو پالیسیو غوښتنه وکړه.
ورته مهال په جرمني کې مېشت افغان کډوال د دې پیښې د منفي اغېزو په اړه اندېښنه لري.
جرمني کې افغان کډواله، اصفه ستانکزۍ وایي: « دا ډول پېښې به د جرمنیانو ذهنیت ته د افغان کډوالو د حضور په اړه منفي اغېزې ورکړي.»
جرمني کې بل افغان کډوال، منصور الکوزي و ویل: « له خپلو هېوادوالو هیله لرو چې له دې ډول کارونو ډډه وکړي، ترڅو افغانان په اروپا کې له زیاتو ستونزو سره مخ نه شي.»
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټز بیا ټینګار کړی چې دغه هېواد کې دې د تورن کس د شتون په اړه جدي څېړنې وشي.
په دې اړه مو اندونه