د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یوې دیني مدرسې فراغتغونډې ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، ځینې مغرض کسان د نظام د بدنامولو په هڅه کې دي.
ښاغلی خلیفه سراج الدین حقاني زیاتوي چې ځینې مغرض کسان د نظام بدنامولو په هڅه کې دي خو تفاهم، له دین خبرتیا ترڅنګ باید د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي: د ولس او نظام ترمنځ د تفاهم کوشش وکړئ. ډېر مغرض کسان لګیا دي چې په ډېره ناسمه بڼه نظام معرفي کوي. دا نظام په ټوله کې د ټول ملت شریک نظام دی. په ده کې هرڅوک حق لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په خوست کې د یوې دیني مدرسې د فارغانو د فراغت مراسمو پرمهال وايي اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پلویان لري.
مولوي عبدالکبیر یو ځل له نړۍ سره د اسلامي امارت پر مشروع تعامل ټینګار وکړ.
مولوي عبدالکبیر و ویل: په امنیت شورا کې به که په افغانستان باندې یوه پرېکړه کېده، موږ څوک نه درلودل چې زموږ په ملاتړ سر وښوروي او پرېکړه ویټو کړي، خو اوس هلته زموږ ديپلوماسي او سیاسي اړیکې دومره پرمخ تللې دي چې هلته ځينې هېوادونه د اسلامي امارت په پلوۍ خپله ویټو کاروي.
د دغو مراسمو پرمهال د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي د نړۍوالې جزايي محکمې (هاګ) وروستۍ غوښتنې ته تُند غبرګون څرګند کړی او هغه یې د سیاسي موخو لپاره ناکامه هڅه بللې ده.
په دې اړه مو اندونه