په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د اندېښنو ترڅنګ، اوس په جرمني او امریکا کې هم کډوال له ورته برخلیک سره مخ دي.
د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوا د کډوالو د پروګرامونو د ځنډېدو له فرمان وروسته، امریکا ته افغانانو د لېږد د مرستندوی بنسټ رییس شان وانډایور پر شرایطو د برابرو افغانانو د لېږد بهیر ځنډول د ډانالډ ټرمپ د دولت یوه تېروتنه بللې ده.
شان وانډایور، د افغانانو د لېږد د مرستندوی بنسټ مشر وايي: «د ماشومانو په ګډون له لس زره زیاتو افغانان امریکا ته د کډوالۍ بهیر بشپړ کړی او اوس سفر ته چمتو دي. »
په پاکستان کې میشته افغان کډواله، سپوږمۍ وايي: درې کاله کیږي چې دلته پاکستان ته راغلي یو او اسلام اباد کې اوسو. د امریکا ویزې ته په تمه یو. له ذهني، مالي او اوس امنیتي ستونزو سره مخ یو.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، ټول هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ دوسیې لري، د ۲۰۲۵ زېږدیز کال تر سپټمبر پورې متحده ایالتونو ته لېږدول کېږي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، دغه هوکړه لا هم پر خپل ځای ده.
د کډوالو د حقونو فعال، احسان الله احمدزی هم وايي: د پاکستان، افغانستان او نړۍوالو حکومتونو ترمنځ باید داسې یو میکانیزم جوړ شي چې کوم افغانان په پاکستان کې ژوند کوي لږ تر لږه په دې برخه کې ورته کار وشي چې دا ستونزې یې راکمې شي.
له دې سره هممهاله، د جرمني د کورنیو چارو وزېر ویلي چې دغه هېواد افغانستان ته د نورو جنایتکارانو د شړلو لپاره په جدي توګه هڅه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، نانسي فایزر زیاته کړې چې جرمني په اروپا کې یوازینی هېواد دی چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې یې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، جنایتکاران افغانستان ته شړلي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیره، نانسي فایزر په دې برخه کې وايي: «زه غواړم څرګنده کړم چې موږ پر دې سخت کار کوو چې نور مجرمین افغانستان ته وشړو.»
په جرمني کې افغان کډوال، مرتضی اکبر بیا وايي: د یوه افغان په توګه چې په اروپايي هېوادونو کې ژوند کوم، هیله ده چې له دا ډول کارونو مخنیوی وکړو. کوم فرصتونه چې جرمني حکومت موږ ته برابر کړي د خپل فکري پرمختګ لپاره ترې ګټه پورته کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني په بایرن ایالت کې یوه افغان په یوه وړکتون کې د چاقو په مټ پر یو شمېر کسانو برید کړی چې له امله یې یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه