Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې د قطر له ونډې ستاینه کوي

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت د اړیکو د پراختیا په برخه کې د قطر هېواد رول مهم بللی دی.

ښاغلي شاهین طلوع‌نیوز ته ویلي چې، دم‌ګړۍ له قطر سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان اړیکې دوستانه دي.

د چارو ځينې شنونکي هم په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د قطر نقش اغېزناک ګڼي.

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر ویلي:«له قطر سره زموږ اړیکې دوستانه او د ورورګلوۍ دي او په بېلابېلو ډګرونو کې له دوی سره همکاري لرو. باید ووایو چې، موږ په افغانستان کې د قطر له پانګونې هرکلی کوو.»

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت فعال دی او د افغانستان سرپرست حکومت توانېدلی چې، د دغه سفارت له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«حسنه اړیکې او همدارنګه د هېوادونو په هکله او له افغانستان سره د همکارۍ په هکله د قطر دایمي رول تل مثبت دی او اوس هم خپله وروستۍ هڅه کوي چې، افغانستان له نورو هېوادونو سره ښه تعاملات ولري او په دې برخه کې، تل ښه منځګړیتوب کړی دی.»

ورته‌مهال د چارو ځينې شنونکي په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د قطر رول مهم ګڼي.

سیاسي چارو شنونکی زلمی افغان‌یار په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په تېرو دوو لسیزو کې قطر د افغانستان په سیاسي موضوع‌ګانو کې مهم رول لرلی دی او د دوحې معاهدې په لاسلیک کې یې هم مهم رول لرلی دی. په تېرو درې نیمو کلونو کې چې، افغانستان له انزوا سره مخ دی، قطر هڅه کوي چې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د ملي ګټو له خوندیتوب سره تعامل مدیریت شي.» 

قطر د افغانستان په نړۍوالو تعاملاتو کې هم رول لرلی دی په ځانګړې توګه کله چې، په ۲۰۲۱ کال کې اسلامي امارت بیاځلې واکمن شو.

خو پوښتنه دا ده چې، قطر د افغانستان د اقتصاد په وده کې څه ډول رول لوبولی شي؟  

سیاسي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر وايي:«قطر ظاهراً د یوه منځګړي هېواد په توګه عمل کړی او ظاهراً یوه ښه واسطه ده. دا چې، موږ یو ناوړه اقتصاد تجربه کوو، هره ورځ کولای شي موږ ته یوه هیله رامنځته کړي. نو په تېر او وروستیو درې کلونو کې هم ښه اقتصادي کړنه لرلې ده.»  

قطر د اسلامي امارت او د افغانستان د مخکیني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو او دغه‌راز د اسلامي امارت، امریکا، او نورو لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د خبرو اصلي کوربه پاتې شوی دی. دا خبرې چې، په دوحه کې ترسره شوې، په ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې لامل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه