Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ازبیکستان او مالیزیا د افغانستان له سوله‌ییز او پایېدونکي پرمختګه ملاتړ کوي

د ازبیکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د سټراټېژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو د انسټېټیوټ مسوول ویلي چې، دغه هېواد د افغانستان له سوله‌ییز او پایېدونکي پرمختګه ملاتړ کوي.

د دغه انسټېټیوټ په خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د یاد انسټېټیوټ له مسوول سره په کتنه کې د سیمه‌ییز امنیت د خوندیتوب لپاره د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه‌والی او همداراز په سوداګریزو اړیکو کې یې یوځای کېدل مهم بللي دي.

د ازبیکستان د ولسمشرۍ د سټراتیژیکو او سیمه‌‌ییزو مطالعاتو انسټېټیوټ د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي:«ازبیکستاني لوري د افغانستان له سوله‌‌ییز او پایېدونکي پرمختګه په ملاتړ خپله تګلاره څرګنده کړه. الدور اریپوف ټینګار وکړ چې، د افغانستان د ټولنیز - اقتصادي وضعیت ښه‌والی او په سیمه‌‌ییزو سوداګریزو اړیکو کې یې ادغام د مرکزي او سوېلي اسیا د سیمې د امنیت لپاره خورا مهم دي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله وايي:«مالیزیا او ازبیکستان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې، تل یې ټینګار کړی چې، د سیمه‌ییز ثبات کلۍ، په افغانستان کې د پایېدونکې سولې په ټینګښت کې ده.»

د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي ویلي چې، د افغانستان په تړاو د تاشکند او کوالالامپور دریځونه یو ډول دي.

ورته مهال، اقتصاد وزارت هم وایي چې، د افغانستان او ازبیکستان اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي. د دغه وزارت مسلکي معین د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د مالیزیا او ازبیکستان رول مهم ګڼي.  

د اقتصاد وزارت مسلکي معین لطیف نظري په دې هکله وویل:«له مالیزیا او ازبیکستان سره د افغانستان اړیکې د پرمختګ او پراختیا په حال کې دي او د دغو دوو هېوادونو او افغانستان ترمنځ همکاري کولای شي چې، د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.»

سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل هم څرګندوي:«دغو دوو هېوادونو ته ډېره مهمه ده چې، له افغانستان سره له نږدې همکاري وکړي او خپلو موخو ته ورسېږي.» 

ازبیکستان او مالیزیا هغه هېوادونه دي چې، له سرپرست حکومت سره ښې اقتصادي اړیکې لري. تر دې وړاندې د مالیزیا د لومړي وزیر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې، کوالالامپور هڅه کوي له نړۍ سره د افغانستان تعامل پراخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه