په روان کال کې په ټول هېواد کې پر کروندګرو ۴۵ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د کرنې وزارت ویاند مصباحالدین مستعین طلوعنیوز ته وایي چې، د کرنې د میکانیزه کولو لپاره پر کروندګرو ۱۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره هم وېشل شوې ده.
ښاغلي مستعین په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«سږکال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۴۵ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه او کابو ۱۰۰ زره ټڼه کېمیاوي سره وېشل شوې او دغه بهیر لاهم دوام لري.»
د نشه يي توکو پرکښت، تولید او قاچاق د بندیز له لګېدو وروسته، د بدیل کښت برابرېدل په افغانستان کې د کروندګر یوه له اصلي غوښتنو ده.
د هېواد په سوېلي ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وایي، سره له دې چې، د اسلامي امارت د مشر له فرمان وروسته یې نور کوکنار نهدي کرلي؛ خو لا هم ورته بدیل کښت نهدی تامین شوی.
کروندګر سلام جان په دې هکله وايي:«بهرنیو هېوادونو له موږ سره ژمنه کړې چې، تاسو ته د تریاکو د کښت بدیل درکوو؛ موږ ته تراوسه بدیل کښت نهدی راکړل شوی، باید موږ ته بدیل کښت راکړي او له موږ سره مرسته او همکاري وکړي.»
بل خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کروندګرو او مالدارانو ته ډاډ ورکوي چې، دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ د پراختیا او عصري کولو ترڅنګ، د کروندګرو او مالدارانو د اسانتیا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
بل پلو، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان هم د کروندګرو ملاتړ د کرنې وزارت یو جدي مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې، د ځان بسیاینې لپاره باید د کروندګرو د ملاتړ پراخ پروګرامونه په پام کې ونیول شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده څرګندوي:«افغانستان یو زراعتي هېواد دی او اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لري. په هره اندازه چې، له بزګرو سره مرسته وشي، موږ قزاقي او ازبیکستاني اړو ته اړتیا نهلرو، زموږ د هېواد تولید د ټولو خوښ دی.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرنو له مخې، افغانستان هر کال ۶.۹ مېلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري؛ خو په روان کال کې د افغانستان تولید یوازې ۵ مېلیونه متریک ټنو ته رسېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه