په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې، اسلامي امارت د خبرو اترو له لارې د اختلافونو د حل غوښتونکی دی؛ خو فشار نهمني.
ښاغلی شاهین زیاتوي، هغه کسان چې، د فشار سیاست پلویان دي، باید د افغانانو له وروستي مقاومته د عبرت درس واخلي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر په دې هکله ویلي:«د اسلامي امارت تګلاره د ډيالوګ له لارې د ستونزو د سولهییز حل پلوي کوي؛ خو د فشار او تېري پر وړاندې د افغان ملت وروستي جهادونه داسې کافي درس دی چې، هر څوک باید ترې زدهکړه وکړي.»
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې، اسلامي امارت تر اعلان شویو شمېرو ډېر امریکایان نیولي دي. مارکو روبیو ټینګار کړی و، کهچېرې دا خبر رښتیا وي، کېدای شي امریکا د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرانو د نیولو لپاره د هغې جایزې پرتله ستره جایزه اعلان کړي چې، د اسامه بن لادن لپاره ټاکل شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي:«ویل کېږي چې، طالبانو زموږ تر ترلاسه شوو معلوماتو ډېر امریکایان یرغمل نیولي دي. که دا خبره حقیقت ولري، موږ باید ژر تر ژره د هغوی د جګپوړو مشرانو د نیولو لپاره داسې لویه جایزه وټاکو چې، ښایي د اسامه بن لادن تر جایزې هم لوړه وي.»
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:«اوس د دې موکه ده چې، د امریکا په ګډون هېوادونه له تفاهم، سیاست او همغږۍ کار واخلي او بلخوا اسلامي امارت هم باید له ډیپلوماسۍ څخه استفاده وکړي.»
د نظامي چارو شنونکی سید مقدم امین هم طلوعنیوز ته څرګندوي:«هغه شخړې چې، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ رامنځته شوي اړتیا ده چې، له اطلاعاتي تبادلې وروسته، موضوع له سولهییزو لارو تعقیب شي، د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.»
له دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي و چې، ډانالډ ټرمپ د افغانستان له زندانونو د ټولو امریکایي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه