Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرمپ مرستیال، امریکا ته د افغانانو د لېږد پروګرام له ځنډولو دفاع وکړه

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي ونس له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې، د افغان پناه غوښتونکو د لېږد پروګرام د ځنډولو په تړاو د ډانلډ ټرمپ د فرمان له اجرا کېدو دفاع وکړه.
 
جې‌‌ډي وېنس ټينګار کړی چې، د ځینو کډوالو دوسیې امریکا ته تر راتګ مخکې له امنیتي پلوه په سمه توګه نه‌دي ارزول شوي چې دې چارې اندېښنې رامنځته کړې دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال په دغې مرکه کې ویلي:«زه موافق نه‌یم چې، ټول کډوال یا ټول پناه غوښتونکي په سمه توګه ارزول شوي دي. په واقعیت کې موږ پوهېږو، داسې موارد شته چې، ځينې کسان په سمه توګه نه‌دي ارزول شوي؛ خو بیا وروسته ښکاره کېږي چې، هغوی زموږ د هېواد پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلانولو په حال کې دي. دا مسئله د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم مخې ته راغلې وه، ښایي په یاد مو وي.»
 
خو د امریکا یوې ډیموکراټې سناټورې د ډانلډ ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې، متحده ایالتونه خپل «افغان متحدین» یوازې نه‌شي پرېښودلای. دغې امریکایۍ چارواکې پر اېکس لیکلي چې، دا فرمان د هغو کسانو الوتنې لغوه کوي چې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي دي. 

امریکایۍ سناتوره امي کلوبوچار زیاتوي:«دا فرمان د هغو کسانو الوتنې لغوه کوي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي دي.»

 له بلې خوا، د برېټانیا حکومت هم اعلان کړی چې، د هغو سلګونو افغان کډوالو د مېشتولو نیت نه‌لري چې، د ډانلډ ټرمپ لخوا د تخلیې الوتنو له لغوه کېدو وروسته په پاکستان کې بې برخلیک پاتې دي.  

 د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري وايي:«په دې برخه کې اړتیا ده ښاغلی ټرمپ باید د هغو کډوالو وضعیت ته چې، په ګاونډي هېواد کې، امریکا ته د لېږد بهیر په تمه دي، یوه کتنه وکړي او د کډوالو ستونزې باید په پام کې ونیول شي.»

ځينې افغان کډوال چې، د امریکا د کډوالۍ دوسیې لري، د ټرمپ له حکومته غوښتنه کړې چې، د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د ځنډولو په تړاو خپله پرېکړه له سره وارزوي.  

 پاکستان کې افغان کډوال مسیح‌الله په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان خلک چې، په اسلام‌اباد کې ژوند کوي، له روحي، رواني، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي. د امریکا له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې، د افغان کډوالو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل کار له پیلولو وروسته د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې، د امریکا ډېری بهرنۍ او پراختیایي مرستې وځنډول شوې، له دغه اقدام سره د څه باندې ۴۰ زرو هغو افغانانو د لېږد او مېشتېدو بهیر هم ځنډېدلی دی چې، د متحده ایالتونو متحدین ګڼل کېږي.
 
د امریکا یوې ډیموکراټې سناټورې د ډانلډ ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې، متحده ایالتونه خپل «افغان متحدین» یوازې نه‌شي پرېښودلای.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه