د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې په هکله جزییات ورکړي او ویلي یې دي، هیلهمن دی چې، تهران د اسلامي امارت سفیر ومني.
ښاغلي متقي همدارنګه ویلي چې، په کابل کې یې، له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي:«پر دې هم بحث وشو چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکه کچه څه لوړه شي او د اسلامي امارت له لوري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفیر معرفي شي او هلته ومنل شي؛ پر دې موضوع بحث وشو او هغوی دغه موضوع له خپلو مشرانو سره شریکوي.»
بل خوا، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په معنا نهدی. او ټینګار یې کړی، رسمیت پېژندنه یو داسې بهیر دی چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري.
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست وايي:«رسمیت پېژندنه یو داسې بهیر دی چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري.»
سیاسي چارو شنونکی بلال عمر په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان او ایران د اړیکو په هکله، یو لړ ابهامات شته؛ ځکه له یوې خوا یو جګپوړی ایراني چارواکی افغانستان ته سفر کوي او له بلې خوا، هغه ورځپاڼه چې، د ایران په دولت پورې اړونده ده، د دغه سفر په هکله ښه نظر نهلري.»
سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ هم څرګندوي:«دا چې، د ایران سفیر وايي چې، زموږ اړیکې د رسمیت پېژندلو په معنا نهدي، دا د عامه افکارو لپاره دي، ایران د دې په هڅه کې دی چې، اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»
د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د رییس الوزرا، د بهرنیو چارو، دفاع، صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیرانو په ګډون یې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل او پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي مسایلو، حقابې او د کډوالو پر مسئلې یې خبرې وکړې.
په دې اړه مو اندونه