Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هغه هېواد چې، په ذلت ووت، څه ډول اسلامي امارت په رسمیت وپېژني؟

 د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري په کابل کې په یوه پروګرام کې ویلي چې، امریکا د رسمیت پېژندلو له مسئله په ناوړې استفادې، غواړي چې، خپلې ګټې پر اسلامي امارت تحمیل کړي.

نورالله نوري چې، «د اسلامي نظام ثبات، د خلکو اتحاد او یووالي» په نوم یوه جوړ شوي پروګرام کې وینا کوله ویلي چې، نړۍواله ټولنه باید افغانستان ته په درناوي سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
 
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي:«غرب به دا څنګه ومني، څنګه به دا وزغمي چې، افغانستان یې د ځان لپاره د امریکا یو له ایالاتونو باله، او نن سرنګون شو او په شکست او ذلت له افغانستانه ووت، ټوله سرمایه یې په افغانستان کې ختمه شوه، په نړۍواله کچه یې سیاست بدلون وکړ، دوی به څنګه تا په رسمیت ومني. دا دوی زغملی شي؟»

ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې زیاتوي چې د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې وروستۍ مبارزې د خلکو د یووالي او یو بل منلو په پایله کې بريالۍ شوې. د نوموړي په وینا، د نورو هېوادونو استخبارات هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو په هېواد کې اختلافاتو ته لمن ووهي.  

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست زیاتوي:«پردي استخبارات مصارف را ته کوي زموږ د خلکو ذهنونه خرابوي، نورې خبرې را داخلوي، خبرو کې وخت پیدا کوي. راځئ که په خپلو کې ستونزې ولرو په خپل منځ کې به یې سره حل کړو، په خپله ورته د حل لار پیدا کړو.»

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت معین محمدعلي جان احمد هم وايي:«موږ له چاره سره تبغیض نه‌لرو، موږ له چا سره تعصب نه‌پالو، موږ له چا سره انتقام جوي نه‌کوو، عزیزانو! زموږ شل کلنه مبارزه په یوه شعار بنا وه چې، د اسلامي نظام اقامه ده.»  

د کابل والي امین‌الله عبید، هم د یووالي او یو بل منلو پر اهمیت ټینګار کوي او وایي چې، اسلامي امارت د هېوادوالو تر منځ د یووالي د پیاوړتیا لپاره پراخې هڅې کړې دي.  

د کابل والي په دې هکله څرګندوي:«دا د دې ولسونو هغه بې‌درېغه او تاریخ‌واره قربانۍ وې چې، الله (ج) دغه نظام افغانانو ته په لاس ورکړ او د نړۍ قدرتونه یې پرې مات کړل. »

دا پروګرام د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا په کابل کې هېوادوالو تر منځ د یووالي د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.  
په دغه پروګرام کې یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمان هم ګډون کړی و، چې د هېوادوالو تر منځ یې د یووالي د ټینګښت په تړاو یې خپل نظرونه وړاندې کړل.
 
د ښاغلي نوري په وینا، د نورو هېوادونو استخبارات هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو په هېواد کې اختلافاتو ته لمن ووهي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه