د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، اسلامي امارت د امریکا له نوي حکومت سره "عزتمندانه" اړیکې غواړي.
امیرخان متقي له بي بي سي سره په تازه خبرو کې ویلي، په امریکا کې د سیاسي بدلونونو له امله یوازې افغانۍ نه بلکې د کاناډا په ګډون د ټولې نړۍ اسعارو ثبات له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي متقي د افغانۍ د ارزښت راټيټېدل یوه "تبلیغاتي څپه" بللې ده.
هغه په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا مرستې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د تګلارو له امله کمې شوې دي، زیاته کړه: « دلته ډېر عوامل شته، کیدای شي یو یې همدا وي.»
سرپرست وزیر د جرمونو د نړۍوالې محکمې د یوه څارنوال له لوري دغې محکمې ته د اسلامي امارت د رهبر او د سترې محکمې د رییس د نیولو په تړاو د غوښتنلیک سپارل غیر عادلانه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې دغه موضوع به له هېوادونو سره د اسلامي امارت پر تعامل اغېز و نه کړي.
هغه و ویل: « دغه راز اقدامات تر ډېره هڅونه ده، په دې کې سیاسي لاسونه هم دخیل دي او دا یو غیر عادلانه اقدام دی. په افغانستان کې شل کاله جګړه وه، هره ورځ به له دوو تر څلور سوو کسان په شهادت رسېدل او ټپیان کېدل خو هلته په هیچا دغسې فیصله ونشوه.»
د اسلامي امارت دغه چارواکي د پاکستان په اړه ویلي، دغه هېواد په کور دننه ګڼې سیاسي او اقتصادي ستونزې لري او په خبره یې، له پاکستان سره پر هغو ستونزو خبرو ته چمتو دي چې افغانستان پورې اړه لري.
امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو سره متوازنې اړیکې غواړي او په خبره یې، د یوه هېواد په ملاتړ د بل هېواد مخالفت نه کوي.
په دې اړه مو اندونه