د برېټانیا د پولیسو یوه پخواني قومندان په افغانستان کې د یاد هېواد د پوځ د جنګي جنایت د څېړلو پروسې په اړه نیوکه کړې ده.
آلن پیوزلي ویلي، چې په تېرو درې کالو کې په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړلو په اړه غوره فرصتونه له لاسه ورکړل شوي دي.
د برېټانیا د پولیسو پخوانی جګپوړی قوماندان، آلن پیوزلي وايي: «دا حیاتي فرصتونه په ساده ډول د شاهي نظام د جنایي پولیسو پلټونکو ته تر درېیو کلونو پورې وړاندې نه شول. نو د شاهدانو او یا د تورنو کسانو هممهاله راپورونو او یا هم د شته والي په صورت کې هر ډول شته قانوني طبی شواهد، خپلواک اطلاعات، فلمونه او نورو شواهد د څېړنې جګپوړي افسر ته په ساده ډول په واک کې نه دي ورنه کړل شول.»
د بریتانوي پوځیانو د جنګي جنایتونو په تړاو څېړنې د دغه هېواد د دفاع وزارت له څو کاله مقاومت وروسته د ۲۰۲۰زېږدیز کال د ډسمبر په میاشت کې پیل شوې.
د برېټانیا د کابینې یوه وزیر جاني مرسر د تېر کال په فبرورۍ کې ومنله چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د دې مسالې پلټنې خپلواکې څېړنې او وخت ته اړتیا لري.
زلمی افغانیار، چې د نظامي چارو کارپوه دی، وویل: "برېټانیا که غواړي معلومه کړي چې چا د جنګي جنایتونو ارتکاب کړی، نو لومړی دې د انګلستان له شهزاده وپوښتي چې افغانان یې څنګه د شطرنج د مهرې په څېر وژل، او ورسره ۴۷ هغه ناټو هېوادونه چې په افغانستان کې وو، هم د جنګي جنایتونو مرتکب شوي دي."
آصف فقیری، حقوقپوه، وايي: "بې شکه، تر هغه چې کره معلومات ترلاسه شي چې دا فرضیې ثابتې کړي، وخت ته اړتیا لري او زغم مهم دی."
تر دې وړاندې د بریتانیا د هوايي ځواکونو یوه افسر هم د « د افغانستان اړوند خپلواکې څېړنې» ته ویلي وو چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په خپلو عملیاتو کې د « ټولو د په نښه کولو» له تګلارې کار اخیسته.
په دې اړه مو اندونه