Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بنسټونو د فعالیت درېدو، د بې‌وزلۍ د پراختیا په تړاو اندېښېې زیاتې کړې دي

په وروستیو ورځو کې د بشري مرستو له ځنډېدو سره هم‌مهاله، د ۵۰ بنسټونو د فعایتونو درېدو، په هېواد کې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي وايي که‌چېرې د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه په دایمي توګه ودرول شوي، په هېواد کې به د بې‌زولۍ کچه پراخه شي.

دغه شنونکي همدارنګه په دې باور دي چې، د دا ډول پرېکړو دوام، په بشپړه توګه د بشري حقونو نقض دی.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې دغه مرستې پرې شي یا کمې شي یا سیاسي شي، له شک پرته چې، د افغانستان عادي خلک زیانمنېږي، کابو درې مېلیونه ماشومان چې، پر خوارځواکۍ اخته دي، اغېزمنېږي. په ټوله ویلای شو، هغه کسان چې، دغه مرستې دروي یا سیاسي کوي، د بشري حقونو سرغړونکي شمېرل کېږي.»

 ۲۵ کلن برهان چې، له درېیو کلونو راهیسې له سمنګانه کابل ته راغلی او د پلازمېنې په کوڅو کې زړې اوسپنې پېري او پلوري، وايي د ځان او کورنۍ د لګښتونو پوره کول یې سخت شوي او زیاتوي چې، بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

برهان طلوع‌نیوز ته وویل:«د میاشتې پنځه زره تر ۷ زرو پيدا کوم چې، کافي نه‌دي. اوس سړی خپل لګښت نه‌شي پيدا کولی، د کورنۍ خو اصلاً ډېره ستونزمنه ده.»

خو اقتصاد وزارت په افغانستان کې د ۵۰ مرستندویه موسسو د فعالیتونو د ځنډېدو منفي اغېزو ته په نغوتې سره له نړۍوالې ټولنې غواړي چې بشري مرستې سیاسي نه‌کړي او له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«هغه موسسې چې، فعالیتونه یې درېدلي، تر ډېره یې په روغتیايي، کرنې، ښوونې، ټولنیز خوندیتوب، له پېښو د مبارزې، او په ټوله کې په بشرپاله برخه کې فعالیت کاوه، اسلامي امارت له یوې د ملي وړتیاوو له لارې او له نړۍوالې ټولنې سره د اقتصادي ډیپلوماسۍ پياوړتیا له لارې، هڅه کوي چې، افغانستان له دغه بهیر مستثنا کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته، د خوړو نړۍوال پروګرام همدارنګه ویلي، د امریکا د مرستو ځنډېدلو او د نړۍوالې بودیجې کمېدو د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ کړي دي.

اقتصاد وزارت له نړۍوالې ټولنې غواړي چې بشري مرستې سیاسي نه‌کړي او له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه