Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د طبیعي پېښو د مخنیوي په تړاو مشورتي غونډه جوړه شوه

پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د طبیعي پېښو د مخنیوي او دغه راز پېښو لپاره د تابیاو نیولو په موخه کابل کې د قومي مشرانو او ولسوالانو په حضور غونډه جوړه کړې ده. 

د دغې ادارې سرپرست نور الدین ترابي وايي، هڅې روانې دي چې، له بېړنۍ بودیجې سربېره، زیانمنو سره د مرستو لپاره بله بودیجه هم ځانګړې شي. 

نورالدین ترابي دې غونډه کې و ویل: « موږ هیله لرو چې امیرالمومنین به په دې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.»

پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویاند جانان سایق وایي، دغه غونډه د طبیعي پېښو د مخنیوي پروژو د پیل په اړه د اسلامي امارت د رهبر د حکم پر بنسټ جوړه شوې ده.

جانان سایق زیاته کړه: « د امیرالمومنین د حکم لمخې، موږ باید په ټولو ولایتونو کې د مخنیوي پروژې عملي کړو او د خپلو هیوادوالو ستونزې حل کړو.»

د کابل والي هم کابل کې شته ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، هېوادوال دې د ټولنې د اصلاح په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د کابل والي، امین الله عبید و ویل: « زموږ غوښتنه دا ده چې ټول خلک دغه برخه کې پراخ ملاتړ وکړي. تاسو باید د خپلو کلیو او ولسوالیو په اصلاح کې هڅه وکړئ.»

دغه غونډه کې د ولسواليو ځینو استازو ویلي چې، هېوادوال هر کال د طبيعي پېښو له امله له ګڼو ځاني او مالي زيانونو سره مخ کیږي.

دغه غونډه کې کابل کې د وچکالۍ پر ستونزه هم خبرې شوې دي.

د چهار آسیاب اوسېدونکي، سید عتیق الله هاشمي و ویل: « د چهاراسیاب د خلکو غوښتنه دا ده چې، که د دې بند عملي کارونه پیل شي، نه یوازې د کابل د څښاک اوبه به برابرې کړي، بلکې زرګونه هکټاره ځمکه به هم خړوبه کړي.»

د کلکان اوسېدونکي، لطف الله و ویل: « موږ اندېښمن یو چې داسې وخت را نشي چې، د څښاک اوبه به نه پیداکیږي. موږ د اوبو له کمښت سره مخ یو، او غواړو چې دې ستونزې ته پاملرنه وشي.»

په دې وروستيو کې د اقليمي بدلونونو له امله هېوادوال د وچکالۍ او د سېلابونو را وتلو په ګډون له بېلابېلو طبيعي پېښو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه