د اسلامي امارت د مشر تر پرېکړې وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې صنعتي ښارګوټو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د پلازمېنې کابل څلور خواو کې د صنعتي ښارګوټو لپاره د څلور زره جریبه ځمکې ځانګړي کېدو سربېره شل زره جریبه ځمکه په کندهار، ننګرهار او بلخ، لس زره جریبه ځمکه کندوز او زر جریبه نوره ځمکه په هر ولایت کې د صنعتي ښارګوټو جوړېدو ته ځانګړې شوې ده.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس، راز محمد یاسر و ویل: «د امیرالمومنین په فرمان، د پروان ولایت لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې، چې ۵۰۰ جریبه یې په شینوارو ولسوالۍ او ۵۰۰ جریبه نوره په بګرام ولسوالۍ کې تثبیت شوې ده.»
ځینې کارخونه لرونکي دغه ګام ستايي خو د دوی د فعالیتونو پر وړاندې د برښنا د کمښت په ګډون شته ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
غزني کې صنعتکار، شهابالدین و ویل: «دا چې دا ښه خبر مو واورېد، هیله لرو چې ژر تر ژره د ځمکې د عملي وېش بهیر پیل شي، څو د صنعتکارانو فعالیتونه لا پراخ شي.»
بل صنعتکار، مختار احمد و ویل: «دا خبر زموږ لپاره ډېر ښه دی، ځکه چې د صنعتي پارکونو لپاره مناسب ځای لرل زموږ د کارونو د سمون لپاره اساسي اهمیت لري.»
د پروان د تولیدي کارخونې مسوول، یما احمدي ارسلان و ویل: «تر ټولو لومړی باید د صنعتکارانو ملاتړ وشي، او بنسټیزې اسانتیاوې لکه برښنا او اوبه برابرې شي، څو صنعتکاران خپل فعالیتونه په سمه توګه پرمخ یوسي.»
د مسوولینو د مالوماتو پربنسټ په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه زره سترې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې له ۴۰۰ زرو زیاتو کسانو ته پکې د کار فرصت هم برابر شوی دی.
په دې اړه مو اندونه