د کابل ښاروالۍ وایي، تېرو پنځو میاشتو کې یې څه باندې ۳ میلیارده او ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
کابل ښاروالۍ مسوولینو د خپلو پنځو میاشتنیو فعالیتونو د راپور وړاندې کولو پر مهال دغه راز ویلی، دغو پنځو میاشتو کې د څه باندې ۴۰۰ ودانیو نقشې تایید او وېشل شوي او ۱۲۰۰ ناقانونه ودانیزې چارې بیا درول شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ رییس، محمد قاسم افغان و ویل: «د سړکونو د ساتنې په برخه کې ګڼ شمېر پروژې دي، چې ډېری یې د عملي کولو پړاو ته رسېدلي دي.»
د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار وايي، د هوا د ککړتیا د کچې ټیټولو په موخه، کابل ښاروالۍ له ۲۳۰۰ زیاتې استوګنیزې ودانۍ، تشنابونه او نور هغه ځایونه چې لوګي تولیدوي، پلټلي او ۷۶۷ یې بندې شوې دي.
د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار، نعمت الله بارکزي و ویل: «بشپړه ارزونه شوې او شاوخوا ۷۶۷ صنفونه د سرغړونو له امله بند شوي دي. دا بندیزونه موقتي دي.»
نعمت الله بارکزی دغه راز زیاتوي چې د نجات څلي، برکي څلور لارې او کابل ولایت د مقام مخې ته د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه به د درېیو هوايي پلونو د جوړولو چارې هم راتلونکې میاشت پیل شي.
ټرافیکي ګڼه ګوڼه او ښاري ګډوډي د کابل ښاریانو له اساسي ستونزو دي.
په دې اړه مو اندونه