Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانګرس ډیموکراټ غړي غواړي چې د پناه غوښتونکو د پروګرام ځنډ لغوه شي

د امریکا د پارلمان یو شمېر ډیموکراټ غړو په یو لیک کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیره امریکا ته د پناه غوښتنې پروګرام د څلور میاشتني ځنډ د فرمان د لغوه کېدو او معافیت غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې دغه راز راغلي چې امریکا ته د کډوالو ورتګ د دغه هېواد د پیاوړتیا لامل کیږي، ځکه په تېرو پنځلسو کلونو کې کډوالو او پناه غوښتونکو د امریکا متحده ایالتونو له اقتصاد سره څه باندې ۱۲۳ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د لیک یوه برخه داسې ده: «د ۲۰۲۵ مالي کال له پیل راهیسې تر ۳۲ زره ډېر کډوال د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته دننه شوي چې په زرګونو یې لاهم د بیا مېشتېدنې او داخلېدو د خدماتو د شرایطو وړ دي. پر دې سربېره، شاوخوا ۱۰ زره افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو له لارې متحده ایالاتو ته راغلي له دې خدماتو څخه ګټه پورته کوي. دغو کسانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ او د امریکا حکومت په هڅو د خپل ژوند په خطر کې له اچولو وروسته دغه ویزې ترلاسه کړې دي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې دغه فرمان په امریکا کې د ویزې غوښتونکو او غیر قانوني کډوالو د وړتیا د ارزونې بهیر ساده کوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته امر شوی چې دغه بهیر له سره وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هېوادونه دې د کډوالو لېږل په رڼه توګه عملي کړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولین لېویټ ویلي: « هو، ولسمشر په دې هېواد کې د ویزې غوښتونکو او غیرقانوني کډوالو چې له نورو هېوادونو څخه راځي د وړتیا د بیا کتنې پروسې د ګړندي کولو لپاره اجرایوي حکم لاسلیک کړ. دا فرمان دغه راز د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کوي چې پر دې پروسه بیاکتنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي نور هېوادونه د هغو کسانو په اړه ډېر روڼ عمل وکړي چې دلته یې رالېږي، نو د بهرنیو چارو وزیر باید ولسمشر ته راپور ورکړي. ما تر اوسه هغه راپور نه دی لیدلی.»

بل لور ته، هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ په دوسیو کې شامل دي او په درېیم هېواد کې ژوند کوي، وايي، چې د امریکا ولسمشر باید هغوی یوازې پرېنږدي او امریکا ته د لېږد په برخه کې یې اسانتیا رامنځته کړي.

د امریکا د ویزو په تمه ناست یو افغان چې نه غواړي نوم یې وښودل شي، وايي: «د امریکا له ولسمشر، ډانلډ ټرمپ مو غوښتنه ده چې زموږ د افغانانو پر دوسیو دې له سره غور وکړي او د نورو کډوالو پر تله افغان کډوال په استثنا کې ونیسي.»

د کډوالو د حقونو فعال، احسان الله احمدزی په دې اړه وايي: «امریکا د کډوالۍ او د بیامېشتېدنې قوانین سخت کړي او بلکې بند کړي یې دي. دغې پرېکړې په اسلام اباد کې پر افغانانو ډېر منفي اغیز کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې ډانلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته د څلورو میاشتو لپاره د امریکا د کډوالۍ پروګرام د ځنډولو په ګډون ځینې فرمانونه لاسلیک کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لېویټ څرګنده کړې چې دغه فرمان په امریکا کې د ویزې غوښتونکو او غیر قانوني کډوالو د وړتیا د ارزونې بهیر ساده کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه