Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیت شورا له غړو سره افغانستان په تړاو د منیر اکرم  خبرو ته د ا.ا غبرګون

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د امنیت شورا د لسو نویو ټاکل شویو غړو هېوادونو له استازو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

منیر اکرم ویلي، دغه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او د سولې ساتنې پر راتلونکي خبرې شوې دي. 

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم ویلي: « په یوه غرمنۍ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنیت شورا د لسو ټاکل شویو دایمي استازو کوربه وم. موږ د سولې ساتنې پر راتلونکي او د افغانستان د وضعیت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو رغنده خبرې وکړې.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغو خبرو ته په اشارې ټینګار کړی چې، د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د افغانستان پر مسایلو خبرې بې ځایه دي. 

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: « له شک پرته، د افغانستان اړوند موضوعات باید افغانان مطرح کړي. په نړۍوالو غونډو کې هم باید افغانان حاضر وي او دا ډول مسایل وڅېړي. نور هېوادونه نشي کولای د افغانستان استازیتوب وکړي او نه هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلافاتو حل مخامخ او هر اړخیزو خبرو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکي، فضل الله ممتاز و ویل: « د افغانستان په چارو کې باید د پاکستان هر ډول تحرکاتو ته باید د شک په سترګه وکتل شي. او بله دا چې پاکستان له ځینو تشو ګټه اخلي او په نړۍواله کچه د افغانستان استازیتوب کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی، سید حامد حسیني و ویل: « تر هغو چې د افغانستان استازی هلته نه وي، زموږ د ملت غږ او د دولت غوښتنې نه رسیږي، او دغه راز د نړۍوالې ټولنې غوښتنې زموږ دولت ته په شفاف ډول نه رسیږي.»

ټي ټي پي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه او دغه راز له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره را اېستل هغه مسایل دي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه