Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یان اېګلېنډ: د ښځو حقونو لپاره باید په افغانستان کې دننه مبارزه وکړو

د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان اېګلېنډ له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک هېر کړي دي.  

یان اېګلېنډ ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، نړیوالې ټولنې افغانان له پامه غورځولي او یوازې محدود شمېر اروپايي استازو دغه هېواد ته سفر کوي.  

نوموړي زیاته کړې، چې د اروپايي هېوادونو ډیپلوماټان او چارواکي باید کابل او کندهار ته سفر وکړي او د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

 د ناروې د کډوالو د شورا رییس، یان اېګلېنډ ویلي: «نورپه پاریس، کوپنهاګ یا اوسلو کې د غونډو جوړېدو ته اړتیا نشته. افغان ښځې دې ته اړتیا لري چې موږ په افغانستان کې له هغوی سره تعامل وکړو او د هغوی د حقونو لپاره مبارزه وکړو.»

 د پوهنتون استاد، محمد ایمل دوستیار وايي: «نړۍ دا درک کړې چې افغانستان باید یوازې پرېنښودل شي، ځکه چې نور هېوادونه هم په افغانستان کې خپلې ګټې لري. هغوی په یو نه یو ډول غواړي په افغانستان کې فعالیت ولري او خپلې ادارې رامنځته کړي.»

بل پلو، فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې۸۰ سلنه افغان ښځې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، لږ تر لږه ۱.۴میلیونه نجونې ښوونځیو ته نه ځي او په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ۴.۸ سلنه ده.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور یوه برخه کې لیکلي: «وروستي معلومات ښيي، چې ۸۰ سلنه افغان ښځې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې ښوونځي ته نه ځي، او په کاري ځواک کې د ښځو ونډه یوازې ۴.۸ سلنه ده.»

د ښځو د حقونو فعاله، لمیا شېرزاد وايي: «نړۍوال بنسټونه یوازې د افغان ښځو او نجونو د ستونزو یوه کوچنۍ برخه انعکاسوي، په داسې حال کې چې د خلکو، په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو، ستونزې ډېرې پراخې دي. د دې ستونزو اصلي لامل د ستر قدرتونو استخباراتي لوبې دي.»

په هېواد کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب تل ټینګار کېږي، خو یو شمېر ښځې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د نجونوپر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتنه کوي.  
 
فرخ هاشمي، یوه محصله، وویل: «هغوی چې زده‌کړې یې کړې دي، باید ورته د کار شرایط برابر شي او اجازه ورکړل شي چې خپلې چارې ترسره کړي. همداراز، هغه نجونې چې له مکتب او پوهنتونه پاتې شوې دي، زموږ خورنیز او نجونېز غوښتنه دا ده چې د بعثت د مبارکې ورځې په مناسبت چې خپله پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم له زده‌کړو سره هیڅ ستونزه نه درلوده. ښوونځي او پوهنتونونه د دوی پر مخ پرانیستل شي، څو د زده کړو له لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.»
زهرا توکلي، یوه محصله، وویل: «څلور کاله کېږي چې ښوونځي زموږ پر مخ تړل شوي دي. نه‌ یوازې زه، بلکې ټولې هغه نجونې چې له مکتب پاتې شوې دي، یوه ګډه غوښتنه لري: ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي، ترڅو وکولای شو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې خپلې زده‌کړې ته دوام ورکړو.»

څه موده وړاندې یان اېګلېنډ افغانستان ته راغلي و او ویلي وو، چې زده‌کړه د نجونو او هلکانو لپاره مهمه ده او په دې تړاو یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړي دي.

په هېواد کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب تل ټینګار کېږي، یو شمېر ښځې یو ځل بیا د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د نجونوپر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه