د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګر په خپل درې میاشتني راپور کې، په افغانستان د امنیت، حکومتوالۍ، نړۍوالو تعاملاتو، بشري ناورین، زدهکړو او اقتصاد په تړاو ارزونه کړې ده.
سیګر د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل ۶۶م راپور کې، داعش یې د افغانستان لپاره ګواښ بللی او ادعا یې کړې چې، د افغانستان سرپرست حکومت او القاعدې ډلې ترمنځ مدارا شته.
د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې د تېر کال پرتله خپل بریدونه ۴۰ سلنه زیات کړي او دا ډله نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ایران، ترکیې، پاکستان او روسیې لپاره هم یو ګواښ ګڼل شوې ده.
د سیګر د راپور په یوې برخه کې راغلي:«طالبان له القاعده ډلې سره نرم چلند لري او هغوی ته په افغانستان کې خوندي پناه ځای ورکوي. د ۲۰۲۳ کال د ترهګرۍ په تړاو د امریکا د دولت راپور وايي: القاعدې په افغانستان کې او دغهراز په ټوله سوېلي او مرکزي اسیا کې خپل پیکه حضور ته دوام ورکړی دی؛ خو د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار ډلې د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې راپور وايي:القاعدې سټراټیژیک صبر غوره کړی، په افغانستان کې له نورو ترهګریزو ډلو سره همکاري کوي او لا هم په لومړیتوب کې ده.»
د امریکا متحده ایالتونو پلټونکې دغهراز ویلي، سره له دې چې، د نړۍ هېوادونو د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو تعامل یې ورسره لرلی دی.
د راپور په یوه برخه کې د افغانستان د بشري حقونو د دوسیې ته په نغوتې سره چې، د نړۍوالې جزايي محکمې او د عدالت د نړۍوالې محکمې له لوري څېړل کېږي، ویل شوي چې، د عدالت د نړۍوالې محکمې د بهیر پر بنسټ، اسلامي امارت ته فرصت ورکړل شوی چې، دا موضوع حل کړي، که یې حل نهکړي، نو پر هغو هېوادونو به سیاسي فشار راولي چې، له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کولو بهیر ارزوي.
د سیګر د راپور یوه برخه کې راغلي:«د محکمې د بهیر له مخې، طالبانو ته فرصت ورکول کېږي چې، دا موضوع حل کړي، که یې حل نهکړي، نو د عدالت نړۍواله محکمه (ICJ) به قضیه تعقیب کړي. د عدالت نړۍواله محکمه اجرایي ځواک نهلري؛ خو شنونکي اشاره کړې چې، د طالبانو پر ضد حکم به پر هغو هېوادونو سیاسي فشار زیات کړي چې، له دغه رژیم سره د اړیکو عادي کولو د ارزونې په حال کې دي.»
اسلامي امارت دغه راپور ته په غبرګون کې وایي چې، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نشته.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت داعش ته ګواښ ویل او د دې ډلې ستر ښودل، د دې ډلې لپاره تبلیغاتو ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د داعش په اړه وویل:«داعش په افغانستان کې تهدید بلل او په غیر مسقتیمه توګه بزرګنمايي یې، یوازې د دغې پدیدې لپاره کمپاین دی، باید څوک یې ونهکړي. بله دا چې، په افغانستان کې خپلسرې او بهرنۍ شتون نهلري، په دې تړاو په راپور کې چې کومې خبرې راغلي دي، حقیقت نهلري او موږ یې ردوو.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان اسلامي امارت چارواکي کهچېرې له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو د رامنځته کېدو او پراخېدو غوښتونکي وي، باید ټول نړۍوال اصول، مقررات او منشورونه رعایت کړي.»
سیګر د طبي زدهکړو په بنسټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ته په نغوتې سره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له قوله لیکلي چې، تر ۲۰۲۶ کال پورې به د میندو د مړینې کچه ۵۰ سلنه لوړه شي.
په دې اړه مو اندونه