Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې افغان کډوال د خپلو ستونزو د حل غوښتونکي شول

په پاکستان کې ځینې افغان کډوال یوځل بیا په د دغه هېواد د پولیسو له لوري، د افغانانو د نیولو او ناوړه چلند پر دوام نیوکه کوي.

دغو کډوالو طلوع‌نیوز ته ویلي، له سختو ننګونو سره مخ دي او اړتیا ده چې، د سرپرست حکومت له لوري د دوی ستونزو او ننګونو ته رسېدنه وشي.
  
پاکستان کې افغان کډوال محمد رضا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«ځينې وختونه هغه کسان وباسي چې، قانوني اسناد نه‌لري. هغوی ځوروي. دا هغه ستونزې دي چې، هره ورځ روانې دي او هغه کسان چې، ویزه او پاسپورټ نه‌لري، په جبري توګه ایستل کېږي.»

 پاکستان کې افغان کډواله خدیجه یوسفي هم وايي:«زه د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غواړم چې، زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.» 

بل خوا، په پاکستان کې د افغان کډوالو کمېشنرۍ د دغه هېواد د مشرانو جرګې د ایالتونو او سرحدي سیمو کمېټې ته راپور ورکړی چې، شاوخوا ۲٫۹ مېلیونه افغانان په پاکستان کې اوسېږي چې، له دې منځه ۱٫۴ مېلیونه ثبت شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړو سعدیه عباسي او سید منصور احسان له افغان کډوالو سره د مرستې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د کډوالو د حقونو فعال نظر نظري په دې هکله څرګندوي:«سازمانونه او د کډوالو نړۍوال ملاتړي بنسټونه مسوولیت لري چې، د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې لازمې هڅې وکړي.»

پرون هم په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت شارژدافېر ویلي و، هڅې روانې دي؛ څو په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه