Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د مرستو بندېدو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پروژې اغېزمنې کړې نه‌دي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې، د امریکا د بهرنیو مرستو پرې کېدو، د افغانستان د چاپېریال ساتنې پر اړوندو پروژو اغېزه نه‌ده کړې.

د دغې ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس روح‌الله امین ویلي، نړۍوالو بنسټونو چې، د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعالیت لري، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري څلور وړاندې شوې پروژې تایید کړې دي. 

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو رییس په دې هکله زیاتوي:«له نېکه مرغه، زموږ څلور پروژې د څو اړخیز صندوق او د چاپېریال ساتنې د اسانتیاوو د صندوق له لوري تایید شوې او د چاپېریال ساتنې د پروژو پلي کېدو کومه ځانګړې اغېزه نه‌لرله له نېکه مرغه په دې برخه کې پرمختګونه شته.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زین‌العابدین عابد وايي، د روان کال د ژمي موسم له پیله تر اوسه، د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره ۳ زره او ۶۴۴ لوړ پوړې ودانۍ او کارخونې ارزول شوي او په وینا یې دم‌ګړۍ هېڅ لوړ پوړې ودانۍ له فلتر پرته فعالیت نه‌لري.

نوموړی زیاتوي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د هوا د ککړتیا کچه راټيټه شوې او په هېواد کې د هوا د پاکوالي لپاره د شته پلانونو یادونه هم کوي.

ښاغلي عابد زیاتوي:«د چاپېریال ساتنې ملي اداره وتوانېده چې، سږکال اووه هغه موارد چې، د هوا د ککړتیا په کمولو او مخنیوي کې رول لري نهايي کړي او د مشرتابه عالي مقام ته استول شوي چې، د مشرتابه له لوري هم ځينې یې منل شوي دي.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال همداراز له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د اقلیمي بدلون اړوند مسایل سیاسي نه‌کړي او د افغانستان په ګډون زیانمنو هېوادونو ته غرامت ورکړي.

زین‌العابدین عابد څرګندوي:«اقلیمي بدلون دا یوه بشري موضوع ده، په دې موضوع کې باید له متعامل څخه کار واخیستل شي، د سیاسي ملاحظاتو په ځای باندې باید له تعاملاتو څخه استفاده وشي او د دې زیان د ټولنې پر سپین‌ږیریو، ماشومانو او ښځو باندې اغېزه کوي.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیمي بدلون رييس همداراز د افغانستان د ملي مشارکت د سند له بشپړېدو او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې ملګرو ملتونو ته له استولو او همداراز د هېواد د اوبو د مدیریت په موخه د اوبو او انرژۍ له وزارت سره پر ۲۰ مېلیون ډالري ګډې طرحې د کار له دوامه هم خبر ورکړ.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه