د اقتصاد وزارت د واخان دهلېز پروژې پر وړاندې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړ.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري طلوعنیوز ته ویلي چې، افغانستان، چین او د سیمې هېوادونه د دغې پروژې د پرمختګ لپاره سیاسي او اقتصادي هوډ لري او د دغې پروژې پر وړاندې هېڅ امنیتي ننګونه نشته.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په هکله وویل:«د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د افغانستان د انزوا، د امنیتي ګواښونو د شتون په تړاو د واشنګټن پوسټ وروستۍ راپور په کلکه ردوي، د واخان دهلیز کولای شي چې، افغانستان د سوداګرۍ په قطب او د ټرانزیټ او د سیمې د نښلون په مرکز بدل کړي. د پروژې د اکمال لپاره په افغانستان، چین او د سیمې په هېوادونو کې سیاسي او اقتصادي اراده شته ده.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي چې، اسلامي امارت هڅه کوي، د واخان دهلېز د یوه نړۍوال سوداګریز مرکز په توګه جوړ کړي او افغانستان له چین سره ونښلوي.
په راپور کې د واخان دهلیز د جوړونې بېلابېلو اړخونو ته کتنه شوې؛ خو دا پروژه د بودیجې د کمښت، امنیتي اندېښنو او سیاسي انزوا په څېر ستونزو سره مخ بلل شوې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي:«دوی ته په کار ده چې، د دې لپاره کار وکړي، ورسره مرسته وکړي او مالي، اقتصادي او امنیتي ملاتړ یې وکړي او دلته ستونزې جوړې نهکړي.»
واشنګټن پوسټ د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې، له اوو میاشتو راهیسې د دې پروژې نوې رغنیزې چارې نهدي ترسره شوي او د سړک بشپړه شوې برخه د چین له پولې سره نیم مایل واټن لري.
په دې لړ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې، د دې لویې سیمهییزې پروژې ۶۰ سلنه کار بشپړ شوی؛ خو د هوا د سړښت له امله اوس مهال درېدلی دی.
د احیا او انکشاف دهات وزارت ویاند نورالهادي عادل طلوعنیوز ته وايي:«۶۰ سلنه ودانیزې چارې یې مخته تللې دي؛ خو د هوا د سړېدو او د واورې د ورښت له امله د یاد سړک چارې ولاړې دي چې، د هوا په ښه کېدو سره به د یاد سړک چارې بیاځلې پيل شي.»
دوې اوونۍ وړاندې د ټولګټو وزارت معین عبدالکریم فاتح ویلي و چې، د واخان دهلېز د سروي چارې پای ته رسېدلې او اوس د دغې پروژې پر طراحۍ کار روان دی او دغه وزارت چمتو دی چې، د بودیجې له منظورېدو وروسته، د دې پروژې عملي کار پیل کړي.
په دې اړه مو اندونه