Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د چارواکو د سفر معافیت

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د سفر د معافیت له غځولو خبر ورکړی دی.

په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه معافیت د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک پر بنسټ صادر شوی چې، د جنورۍ میاشتې له ۲۳ نېټې د فبرورۍ تر ۳ نېټې یې اعتبار درلود. د ښاغلي حقاني د سفر د دغه معافیت موخه په سعودي عربستان کې د عمرې حج د مناسکو ترسراوی بلل شوی دی.

په دغې بیانیه کې همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د ۱۱ ورځني معافیت او د ارشاد حج او اوقافو وزارت د درې ورځني معافیت یادونه هم شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې لیکلي:«د ۲۰۲۵زېږیز کال د جنورۍ پر۲۲مه د امنیت شورا کمېټې د ۱۹۸۸پرېکړه‌‌لیک له مخې، د سراج‌الدین حقاني د سفر د بندیز معافیت سعودي عربستان ته د نوموړي د سفر په تړاو د ۲۰۲۵زېږدیز کال د جنورۍ له ۲۳مې د فبرورۍ تر ۳مې پورې تصویب کړ. د دغه معافیت موخه د عمرې ادا کول دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د استخباراتو عمومي رییس د ۲۰۲۵زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۱مه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې سراج ‌الدین حقاني او عبدالحق وثیق په دغه سفر کې د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس سره د سیمه‌ییز ثبات او د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.

سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار طلوع‌نیوز ته وايي:«د اختلافاتو لپاره باید د خبرو اترو له لارې حل لار پيدا شي. دا چې، د سرپرست حکومت د کابینې غړي هېوادونو ته سفر وکړي، مثبت ګام دی او که‌چېرې ملګري ملتونه غواړي خپل دین د افغانستان پر وړاندې ادا کړي، اجازه دې ورکړي چې افغانستان له انزوا ووځي.»

سیاسي چارو بل شنونکی بلال فاطمي هم وايي:«کله چې، اجازه ورکوي اشخاص ولاړ شي او خبرې وکړي، دا د هېوادونو ترمنځ په سیاسي بدلون کې مثبت ګام دی؛ ځکه دا ساخته‌ګي بندیزونه دي، زما په ان تراوسه یې کومه اغېزه نه‌ده لرلې.» 

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې تر دې وړاندې د روان لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸مه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، د کونیو چارو وزارت سرپرست، د استخباراتو عمومي رییس او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ته د سفر معافیت ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه