Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سټېفن دوجاریک: د یوناما دفتر کې د ډزو په تړاو پلټنې روانې دي

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند، په کابل کې، د یوناما دفتر په انګړ کې د ډزو په تړاو ویلي چې په دې هکله پلټنې روانې دي.

سټېفن دوجاریک همدارنګه ټینګار کړی چې په هغې پېښه کې د یوناما د ساتونکو له خوا ډزې نه‌دي شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک وايي:«معمولاً، کله چې پر موږ ډزې کېږي، د برید کوونکو پر انګېزې پوهېدل سخت وي؛ خو زه دا تاییدولای شم چې ډزې په کابل کې د ملګرو ملتونو د څارنې پر پوستې، چې زموږ د کمپ د عملیاتو مرکز دی، شوي دي. د ملګرو ملتونو د ساتونکو له لوري هېڅ ډزې نه‌دي شوي، له همدې امله اوس کمپ ته لاسرسی او تګ راتګ شونی دی. موږ د دې پېښې د څېړلو په حال کې یو څو نور جزییات ترلاسه کړو.»

یوناما دفتر چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د سیاسي فعالیتونو د همغږۍ لپاره رامنځته شو، د بشري مرستو، پراختیايي پروژو او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د همکارۍ په برخه کې هم فعالیت کوي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د یوناما یو له مهمو مسوولیتونو دا دی چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري اړیکې تامینولای شي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو ارتباطي پل کېدای شي. د امنیت د تامین لپاره یې جدي اړتیا ده چې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي؛ هغه کسان چې ګومارل کېږي باید له هغوی معتبر ضمانتونه واخیستل شي چې هغوی کوم کار ونه‌کړي.»

کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د دغې پېښې د څېړلو لپاره د پلاوي د استولو خبر ورکړ؛ خو تراوسه یې پایلې خپره شوې نه‌ده.

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ (دوشنبې) ویلي و چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه