د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې سرپرست حکومت د جګړې د څپرکي له تړل کېدو سره هوډ لري، چې له امریکا سره نوې اړیکې پيل کړي.
ښاغلي بلخي له سيبياېس نیوز سره په مرکه کې همدارنګه زیاته کړې، چې له امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزات د افغانستان په دولت پورې تړاو لري او د دغه هېواد په واک کې به وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي:«دا شتمنۍ د افغان حکومت پورې اړوندې دي او همدارنګه د افغان حکومت په واک کې به وي. هېوادونه پر خپلو ملي شتمنيو معامله نهکوي؛ بلکې د خبرو اترو او تعامل له لارې د ګډو ګټو لپاره زمینې پلټي. موږ غواړو د جګړې څپرکی وتړو او يو نوی فصل پرانيزو.»
تر دې مخکې، ډانلډ ټرمپ د بایډن پر دولت له نیوکې سره ویلي و، چې په افغانستان کې یې د امریکا مېلیاردونه ډالره پوځي تجهیزات پرېښي او د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې وه.
که څه هم سرپرست حکومت له امریکا سره د اړیکو د نوي فصل پیلولو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو د افغانستان په اړه د ټرمپ د دولت تګلار لا تر اوسه ناڅرګنده ده.
د سیاسي چارو شنونکي جنت فهیم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د افغانستان په تړاو د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارو خبرې اترې وشي، هم د افغانستان خلک سولې ته جدي اړتیا لري او د امریکا لیدلوری هم دا دی، چې د خبرو اترو له لارې د نړۍ ستونزو ته یوه مناسبه حل لار پيدا کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل هم وايي:«په ټوله کې له امریکا او ټولې نړۍ سره، د تعادل د پالیسۍ پر بنسټ موږ له منزوي حالته را ووځو او نړۍوالې کچې ته به داخل شو؛ نو په کار دا ده چې موږ په اوسني وخت کې پر خپل دریځ، پر خپلو پالیسیو باندې ډېر ژور فکر او کار وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند هم د امریکا لپاره د بګرام د هوايي اډې د اهمیت په اړه د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو داسې هیڅ هوکړه نشته چې له مخې یې د بګرام اډه چین یا امریکا ته ورکړل شي.
په دې اړه مو اندونه