Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پراختیایي پروژو کې پر روڼتیا او د خلکو پر ګډون د یوناما ټینګار

د یوناما د حکومتولۍ برخې رییس د فساد لمنځه وړلو او د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخو کې پر روڼتیا او د خلکو پر ګډون ټینګار کوي. 

حسن الحاج پروان کې د ولایتي پراختیايي کمېټې پیاوړتیا په موخه د حکومتي ادارو، بنسټونو او سازمانونو د استازو په ګډون یوه سیمینار کې زیاته کړې چې، بنسټونه او سازمانونه باید د خپلو کړنو په اړه خلکو ته ځواب ویونکي اوسي.

د یوناما د حکومتولۍ برخې رییس، حسن الحاج و ویل: « هغه څه چې ډېر مهم دي، زموږ په پروګرامونو کې د خلکو ګډون، حساب ورکړه او روڼتیا ده، که موږ په خپلو پروګرامونو کې روڼتیا او حساب ورکړه ولرو، فساد به نه وي.»

د پروان سیمه ییز مسوولین هم له مرستندویه بنسټونو غواړي چې، دغه ولایت کې له بې ځایه شویو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د پروان والي، محمد ادریس انوري و ویل: « موږ باید خلکو ته د کار او ابادۍ زمینه برابره کړو او د دوی ستونزې په اساسي ډول حل کړو. دا زموږ مسوولیت دی.»

د پروان د اقتصاد رییس وايي، دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي بېړنيو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري او بنسټونه او سازمانونه باید دغې برخه کې همکاري وکړي.

د پروان د اقتصاد رییس، مجیب الله رحیمي و ویل: «له ملي او نړۍوالو موسسو او بنسټونو زموږ تمه دا ده چې له زیانمنو خلکو بشپړ ملاتړ وکړي. د پروان خلکو تل د سېلابونو له امله درانه زیانونه لیدلي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

تر دې وړاندې هم دغه بنسټ د هېواد په ځینو برخو کې اړمنو ته د بشري مرستو رسولو او په سمه توګه د پراختیايي پروژو پلي کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه