Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دوشنبه کې غونډه پر امنیت او له افغانستان سره پر مرسته راڅرخېده

د افغانستان په تړاو د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو شپږمه غونډه د تاجېکستان په کوربتوب ترسره شوه.

 د تاجېکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه غونډه د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت او له افغانستان سره د مرستې په برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې پر تګلارې متمرکزه وه.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په دې غونډه کې ګډونوالو د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له وروستۍ غونډې راهیسې په افغانستان کې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي پرمختګونو او همدارنګه له افغانستان سره د مرستې لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د تګلارو په اړه نظرونه تبادله کړل. په دې غونډه کې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت او امنیتي ستونزو او ګواښونو په اړه خبرې وکړې.»

د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا وايي: «هر څومره چې د افغانستان په اړه د سیمې غونډې جوړېږي، هغومره یې اغیز هم زیاتېږي، خو شرط یې دا دی چې د افغانستان استازی پکې حضور ولري.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سیداکبر سیال وردګ وايي: «که چېرته موږ دغو غوښتنو ته لبیک و نه وایو او ونه منل شي، زه فکر نه کوم چې د افغانستان په اړیکو کې څه مثبت بدلون راشي. بیا هم باید د مذاکراتو دروازې پرانیستلې اوسي.»

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او امنیتي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې.

ورته مهال اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې مثبتې ارزولي او له دغو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات په برخه کې له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: «په افغانستان کې اوس سوله او ټيکاو دی او د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې روانې دي. په دې برخه کې باید د سیمې هېوادونه هم له موږ سره همکار و اوسي، څو په پایله کې یې سیمه ییز ثبات یقیني شي.»

په تېره غونډه کې چې د قرغېزستان پلازمېنه کې جوړه شوې وه، په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ثبات د رامنځته کېدو پر لارو چارو او د نشه يي توکو په اړه خبرې شوې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه