Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ازبېکستان ته ۷ لېږدول شوي هلیکوپټرې امریکا ته وسپارل شوې

د ازبېکستاني رسنیو د راپور لمخې، دغه هېواد ۷ هغه چورلکې چې، د تېر نظام د رانسکورېدو پر مهال تاشکند ته لېږدول شوې وې، امریکا ته سپارلي دي.

د راپور لمخې، د دغو چورلکو د سپارلو اعلان په واشنګټن کې د ازبېکستان په سفارت کې په یو لړ مراسمو سره شوی دی.

د نظامي چارو شنونکی، کامران امان په دې اړه وايي: د الوتکې یرغلګرې نه وې او د افغانانو له لوري لېږدول شوې دي. له افغانستانه تښتېدلي او ازبېکستان کې کېناستلې دي. ازبېکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، باید د اسلامي اخوت لمخې یې دغه چورلکې بېرته موږ ته راکړې وای.

که څه هم سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې چورلکې د افغانانو حق دی او له هرې ممکنې لارې به یې د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې وشي.

د دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت په دې اړه ویلي و: دا ډول کار باید هغوی و نه کړي چې د بل چا حق یوه زورور ته وبښي. دغه الوتکې د افغانستان دي او زموږ حق دی او دا موږ ته د منلو وړ نه ده. 

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج هم وايي: د ۱۳۷۷ کال د پروټوکول لمخې ټول جنګي تجهیزات چې د کوم هېواد د جګړې په ساحه کې پاتې کیږي هغه غنیمت ګڼل کیږي او د هغه هېواد په نوم کیږي.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته ازبیکستان ته ټولټال ۴۶ افغان پوځي الوتکې او چورلکې لیږدول شوې وې.

د دفاع وزارت ویاند هم ویلي، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې ۱۶۴ پوځي الوتکې وې، چې اوس یې ۸۱ پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه