Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات - کندهار وسپنې پټلۍ د ډیزاین تړون لاسلیک شو

ټولګټو وزارت د هرات- کندهار وسپنې پټلۍ د ډيزاين اړوند د شاوخوا ۲۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵ تړونونه له پنځو بېلابېلو شرکتونو سره لاسليک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، د دغې پروژې تفصیلي سروې او ډیزاین چارې به په اتو میاشتو کې بشپړې شي. 

د ټولګټور وزارت ویاند و ویل: «د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار - هرات ۷۳۷ کیلومټره وسپنې پټلۍ د ډیزاین او طرحې تړونونه له پنځو بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک شوي چې په اتو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.»

د حق شناس په خبره، د ډیزاین تر بشپړېدو وروسته به یې عملي چارې پيل شي. 

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي هم پر دې باور دي چې، د وسپنې پټلیو په پراختیا سره به د افغانستان اقتصاد هم وغوړېږي.

دوی دغې پروژې ته خوشبینه دي او وایي، د وسپنې پټلۍ پراختیا به نه یوازې د ټرانسپورټ لګښتونه کم کړي، بلکې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره به یو مناسب بستر وي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وایي: « د وسپنۍ پټلۍ افغانستان د اسیا، اروپا او منځنۍ اسیا د وصل نقطه ګرځوي او افغانستان او نورو اړوندو هېوادونو لپاره ښه سټراټیژیک فرصتونه برابروي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالنصیر رشتیا و ویل: « افغانستان په ټوله کې په وچه کې پروت یو هېواد دی. که موږ له وسپنې پټلۍ سره وصل شو، موږ په حقیقت کې کولای شو نويو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړو او خپل محصولات وپلورو.»

افغانستان دا مهال څه باندې ۲۶۰ کیلومټرو وسپنې پټلۍ شبکه لري، چې له ایران، ترکمنستان او ازبیکستانه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره کارول کیږي. دا نوې پروژه کولی شي د سوداګریزو راکړو ورکړو په اسانتیا او د افغانستان د جغرافیوي موقعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه