یوناما په کابل کې د بېګم راډیو د بندېدو په غبرګون کې ویلي، د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د ازادو رسنیو موجودیت یوه اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې ازادې رسنۍ د ټولنې د پرمختګ او ودې لپاره اړینې بللي دي.
دغه اداره له اسلامي امارته د هغو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي، چې په وینا یې د بیان د ازادۍ له حقه د استفادې له امله نیول شوي او ټینګار یې کړی چې ازادې رسنۍ د ټولنو د ودې او پرمختګ په برخه کې اساسي رول لوبوي.
یوناما ویلي: «یوناما په کابل ک د بیګم راډیو د دوو کارکوونکو پرنیول کېدو اندېښنه څرګندوي او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي. ازادې رسنۍ د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینې دي.»
یو خبریال، شا اغا سادات وايي: په ټوله کې چې کوم افغان خبریالان په دې سختو شرایطو کې فعالیت کوي. دوی ته لازمه ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قانون پر بنسټ خپلې چارې مخ ته یوسي څو دوی له خپل سرو نیونو او نورو ننګونو سره مخ نه شي.
بلخوا، د بې پولې خبریالانو سازمان هم د دې رسنۍ د فعالیت پردرولو نیوکه کړې ده.
د بې پولې خبریالانو سازمان، په دې اړه ویلي: «د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د بیګم راډیو د کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو او د دې رسنۍ پر فعالیت د لګېدلي بندیز د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه کوي. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه رسنۍ پر« ګڼو سرغړونو» تورنه کړې ده.»
یو بل خبریال، صاحب الدین صمیم بیا وايي: د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د رسنیو لپاره هیڅ قانون نشته. د خبریالانو لپاره باید دا قانون توشیح شي. څو خبریالان په ازاده توګه فعالیت وکړای شي او بل حکومت مسوولیت لري چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیګم راډیو د فعالیت ځنډولو لامل « نشراتي سرغړونې» او بهرنیو رسنیو ته د محتوا وړاندې کول اعلان کړي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران وايي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلاوي د تګ پر مهال عملاً دوی بهرنۍ رسنۍ ته لایف نشرات هم درلودل. بالاخره تصمیم پر دې ونیول شو چې له اسنادو سره به د دوی دوسیه چې د نارینه و برخه یې ځوانان راډیو او ښځينه یې بېګم ده، محکمې ته وړاندې کیږي او بیا به وروستۍ پرېکړې ته انتظار شو خو اوس لپاره به تړلې وي.
د بیګم راډیو فعالیت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ودرول شو.
په دې اړه مو اندونه