د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله د لاریونونو په دوام تېره ورځ (شنبه) یو ځل بیا هم ځینې متقاعدین د لاریون په ډول سره راټول شوي وو او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د تقاعد حقوقو د ورکړې بهیر دې چټک کړي.
دوی وايي، نور هیڅ عاید نه لري او دغه وضعیت کې یې ژوند ستونزمن شوی دی.
د متقاعدینو استازي، عبدالخالق و ویل: « له ژمی په سختیو ژوندي را ووتو، اوس د خدای لپاره زموږ حق راکړئ.»
بل متقاعد، محمد اسرار و ویل: «د مجبورۍ لمخې دلته راغلي یو، خو باور وکړئ چې موږ شرمېږو، تاسې نه شرمېږئ؟»
ځینې نور دغه متقاعدین وایي، دا چې د عاید نورې سرچینې نه لري نو اړ دي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړي.
متقاعد، عبدالواسع و ویل: « دا ټول سپین ږیري چې دلته راټول شوي، کورنۍ لري خو د ورځې او شپې ډوډۍ نه شي پیدا کولی.»
متقاعدې، حفیظې و ویل: «په ۱۲۰ افغانۍ ممیز پاکوم خو دا پیسې هېڅ بسنه نه کوي؛ یوازې د کور کرایه مې درې زره افغانۍ ده.»
که څه هم اسلامي امارت تازه د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ذبیحالله مجاهد ویلي و، چې د یو ځانګړي کمیسیون او د ځانګړو محکمو په جوړېدو سره به د متقاعدینو د حقوقو ورکړه پیل شي.
په دې اړه مو اندونه