د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (دوشنبې) د ناروې له شارژدافیر پير البرټ الساس سره په کتنه کې، د سیاسي، اقتصادي او بشرپاله مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ناروې سفارت له شارژدافیر سره یې د مثبت تعامل، ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي او ښاغلي متقي په افغانستان رامنځته شویو فرصتونو ته په نغوتې سره ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره له مثبت تعامل او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو هرکلی کوي.
په دې کتنه کې د ناروې شارژدافیر د افغانستان امنیتي وضعیت ښه او د مخدره موادو توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه اغېزناکه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وايي:«د ناستې په پای کې د مثبت تعامل پر اړتیا ګډ بحث شوی او خبرې وشوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډپيلوماټيکو اړیکو لا پراختیا ته هیلهمندي وښودل شوه.»
که څه هم اسلامي امارت د ناروې په ګډون په ځينو هېوادونو کې د افغانستان د ځينو سیاسي استازولیو کونسلي خدمتونه بې اعتباره بللي، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو له امله، له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې کموي او د اسلامي امارت استازی نهمني.
خو د سیاسي چارو یو شنونکي پر دې باور دي، چې اسلامي امارت باید په دغو کتنو کې د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا او په ناروې کې د افغانستان د سفارت پر پرانیستل کېدو ټينګار وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد ادریس ځاځی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کوښښ شوی دی، چې سیاسي او اقتصادي اړیکې سره ورغول شي او دې ته لاره جوړه شي، چې د اسلامي امارت و د ناروې ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ورغول شي.»
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم څرګندوي:«کهچېرې له ناروې سره ډپيلوماټیکې اړیکې او تعامل وشي، نور اروپايي هېوادونه هڅول کېږي، چې له افغانستان سره اړیکې ولري.»
بلخوا، د ناروې شارژدافیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په کتنه کې، د اقتصادي بندیزونو د دوام، د هېواد د شتمنیو له کنګل کېدو او د نړۍوالې ټولنې لخوا د پراختیایي مرستو له بندېدو سره سره، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو مدیریت او پلي کول د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو وبلل او افغانانو ته یې د خپل هېواد د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د دغې کتنې په هکله وايي:«د ناروې د سفیر په کتنه کې له افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو له دوامه ډاډ ورکړ او د اقتصاد وزیر، د ناروې د بشرپاله مرستو د ستاینې ترڅنګ، اړمنو کسانو او زیانمنو سیمو ته د نړۍوالې ټولنې او د مرستندویه بنسټونو د پراختیايي مرستو د ډېر تمرکز غوښتنه وکړه.»
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یو شمېر هېوادونو له اسلامي امارت سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه