Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه؛ په دغې غونډه کې مطرحه شوې اندېښنې جدي دي؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د داعش ډلې ګواښونو، په ځانګړې توګه د دې ډلې د خراسان څانګې ته ځانګړې شوې وه.

په دې غونډه کې د امریکا، چین او روسیې استازو افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو، د سیمه‌ییزې او نړۍ پر امنیت د هغو د اغېزو په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین دایمي استازي فو کونګ په دې هکله وویل:«اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش، القاعدې، او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) په څېر ترهګر سازمانونه ډېر فعال دي. او له یو بل سره همکاري کوي. هغوی نه یوازې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خرابوي؛ بلکې سیمه‌ییزې او نړۍوالې سولې او امنیت ته هم ګواښ دي. چین د افغانستان له لنډمهالي حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو د له‌منځه وړلو لپاره څرګند او د تایید وړ اقدامات وکړي. »

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازی  هم وايي:«په منځنۍ اسیا کې له داعش سره تړلې ډلې، په ځانګړې توګه داعش - خراسان هم یو نړۍوال ګواښ ګڼل کېږي. موږ د داعش - خراسان د بریدونو پلانولو او پلي کولو او دغه‌راز د استخدام د کمپاینونو د وړتیا ساتلو په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې اندېښمن یو.»

 د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا د داعش لاسته د هغو وسلو لوېدو ته نغوته کړې، چې په وینا یې له افغانستانه د ناټو د وتلو پر مهال د دغې ډلې لاسته لوېدلي او د دې ډلې د فعالیت د ورځې تر بلې زیاتېدو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې دایمي استازی څرګندوي:«موږ د افغانستان وضعیت له پامه نه‌شو غورځولای. د داعش - خراسان د فعالیتونو زیاتېدل تصادفي نه‌دي. د ناټو ځواکونو، په داسې حال کې چې په بېړه له افغانستانه وتل، ډېرې وسلې او تجهیزات هلته پرېښودل، چې وروسته د داعش لاس ته ورغلل.»

په دې لړ کې پاکستان هم داعش، ټي‌ټي‌پي او تیب المجید د ټولې سیمې لپاره یو ګواښ وباله.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازی منیر اکرم ویلي:«داعش، ټي‌ټي‌پي، او تیب مجید نه یوازې د افغانستان او پاکستان، بلکې د ټولې سیمې او تر هغې اخوا هېوادونو لپاره یو ګواښ دی.»

په داسې حال کې چې اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې په تړاو غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ورځ مخکې ویلي و، چې داعش په افغانستان کې هېڅ ځواک نه‌لري، او د دې ډلې فعالیتونه له افغانستان سره تړاو نه‌لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه