Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محرابي: د مرستو کمښت او سیاسي وضعیت د افغانیو د ارزښت د کمېدو لامل شوی

د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړی شاه محمد محرابي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د مرستو کمښت او سیاسي وضعیت د دې لامل شوی چې، د افغانۍ ارزښت کم شي.

ښاغلي محرابي وايي، چې د اسعارو په بازارونو کې د افغانستان بانک لاسوهنه، د صادراتو زیاتوالی او له نورو هېوادونو د حوالو زیاتېدل د افغانیو د ارزښت په ثبات کې مهم رول لري.

د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړی وايي:«د بهرنیو اسعارو په بازار کې لاسوهنه یوه له هغو پالیسیو ده، چې کار ترې اخیستل کېږي او افغانستان یوازینی هېواد نه‌دی، چې له دې تګلارې استفاده کوي. هند هم په کړکېچنو شرایطو کې امریکايي ډالر پلوري، څو د روپۍ ارزښت وساتي.»

شاه محمد محرابي د افغانستان د اماني صندوق په تړاو وویل، که څه هم دا صندوق د پیسو ساتلو لپاره دی او تر اوسه ترې چا ته پیسې نه‌دي ورکړل شوي؛ خو کولای شي د بهرنیو اسعارو د ثبات، د توکو د بیو او د افغانستان د مالي نظام په برخو کې اغېزناک پرېوځي. 

نوموړي امریکا ته د اماني صندوق د شتمنیو د لېږد د راپورونو په تړاو څرګنده کړه، چې تر اوسه د امریکا حکومت په دې اړه رسمي پرېکړه نه‌ده اعلان کړې.

شاه محمد محرابي وویل:«د افغانستان اماني صندوق کولای شي د افغانیو د ارزښت په ثبات کې رول ولوبوي. که افغانستان ته د ډالرو لېږل کم شي، دا صندوق کولای شي د بانکوالۍ نظام ته د نغدو پیسو د برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.»

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې څه باندې  ۱.۵ډالره بشري مرسته ترلاسه کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه