په ساینس کې د ښځو او نجونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، اروپايي ټولنې او یونسکو د افغان نجونو د زده کړو له حقه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
ویدا هغه افغانه نجلۍ ده چې د زده کړو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوه، خو سره له دې چې د زده کړو دروازې یې پر مخ وتړل شوې، وتوانېده خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او دوولسم ټولګی په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.
یوه محصله، ویدا وايي: "که چېرې په کور کې وای او ځنډېدلی وای، شاید زه په ژور خپګان اخته شوی وای او شاید بیا هغه نجلۍ نه وای چې غوښتل یې خپلو خوبونو ته ورسیږي، له دې امله مې د طبي انسټیټوټ دروازې ځان ته پرانیستې او د طب نړۍ ته، یعنې د نرسانو هغې ته ورننوتلم."
هویدا، بله محصله، طلوع نیوز ته وايي: "له بده مرغه په هغه ورځ چې د ښځو او نجونو نړۍواله ورځ د علم په ډګر کې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، د افغانستان نجونې په کورونو کې د اندېښنې او خراب رواني حالت سره خپلې هیلي د غم سره تودې کوي."
په ساینس کې د ښځو او نجونو له نړیوالې ورځې سره همممهاله، اروپايي ټولنې د افغان نجونو د زده کړو له حقه د ملاتړ خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغان نجونو لپاره د زده کړه، پوهې، ټکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضاتو په برخو کې فرصتونه اړین دي.
اروپایي ټولنې ویلي: «په ساینس کې د ښځو او نجونو د زده کړو په نړیواله ورځ اروپايي ټولنه د زده کړې د حق لپاره د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده. د هغوی انعطاف منل او په تحصیل، ساینس، سپورټ او هر ډګر کې لاسته راوړنې موږ ته الهام راکوي. د افغان ښځو او نجونو پر راتلونکي پانګونه د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده.»
یونېسکو هم پر دغه ورځ له افغان نجونو خپل ملاتړ اعلان کړ او پراخو زده کړو او ښوونیز چاپیریال ته د لاسرسي پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
یونېسکو په یوه راپور کې ویلي: د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي زده کړو او فرصتونو ته د لاسرسي تضمین افغان ښځې او نجونې ټولو ته د روښانه راتلونکي جوړولو لپاره پیاوړي کوي. په ساینس کې د ښځو او نجونو په دې نړیواله ورځ، موږ د زده کړو د داسې پراخ چاپیریال ملاتړ استعدادونه پکې وغوړېږي.»
د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې په ۲۰۱۵ زېږیز کال کې د فبرورۍ ۱۱مه په ساینس کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
په دې ورځ، نړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ښځو لاسته راوړڼو ته درناوی کوي.
په دې اړه مو اندونه