Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سره صلیب کمیټه: نږدې ۱ میلیون ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن ارزولی او په راتلونکي کال کې یې د روغتیایی خدمتونو، خوراکي توکو د مرستو او د کروندګرو د ملاتړ خبر ورکړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې د افغانستان بشري وضعیت، د اوږدمهاله جګړو، اقتصادي ستونزو  او طبیعي پېښو له امله ډېر کړکېچن ارزولې دی.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي په دې اړه وايي: باید هغو خلکو ته مرسته وشي چې ښه کار نلري، خو باید د راتلونکي پر لور هم پام وکړو ترڅو افغانان خپل ځان بسیا شي او بیا د نورو مرستې ته اړتیا ونلري. باید د کار زمینه برابر کړو او خلکو ته د کار فرصتونه پیدا کړو، ځکه افغانستان یو کرنیز هیواد دی چې له کم امکاناتو سره موږ کولای شو ډیری خلک ملاتړ کړو."

دې کمېټې په تېر زېږدیز کال کې څه باندې ۹۶۴ زره  ناروغانو ته د افغاني سرې میاشتې د ۴۷ روغتیايي مرکزونو له لارې لومړني مراقبتونه وړاندې کړي دي چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز دې کمېټې ۳۱۲۳۷۱ ډوزه واکسین تطبیق کړی او د ۸۷۸۸ خوراځواکو ماشومانو درملنه یې کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۴ کال روغتیايي خدمتونه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۷ مرکزونو له لارې د ۹۶۴۲۵۹ ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو وړاندې کېدل  
د ۳۱۲۳۷۱ ډوزه واکسین تطبیق
د ۸۷۸۸ خوارځواکو ماشومانو درملنه
د فزیکي بیارغونې په ۷مرکزونو کې له ۲۱۵۲۷۴ ناروغانو سره مرسته  
د ۳۲۵۳۱۳ فزیوتراپي غونډو جوړېدل

"یو ډاکټر، سید عبدالله احمدي وايي: د نړۍوال سره صلیب کمیټې خدمتونه له شکه پرته افغانستان کې اغیزمن دي او دې سازمان ته اړتیا ده چې نوره مرسته ترلاسه کړي، ځکه چې افغانستان اوس مهال د صحي خدماتو په وړاندې کولو کې په بحران کې دی."

پر دې سربېره، سره صلیب په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په هېواد کې ۱۵۵ پیغامونه د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله کړي او د ماینونو د خطرونو په تړاو یې د عامه پوهاوي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی، نجیب الرحمن شمال وايي:"د حکومتونو له رهبرۍ سره نږدې اړیکې د بندیانو د خلاصون په برخه کې او همدارنګه د هغوی د کورنیو سره اړیکه مهمه نقشه لري، ځکه چې د دې کمیټې په ۲۰۲۴ کال راپور کې راغلي چې دوی توانېدلي چې ځینې بندیان خوشې کړي او خپلو کورنیو ته یې وسپارلي دي."

افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو سره مخ دی، چې بشري وضعیت یې تر سخت اغېز لاندې راوستی. په دې لړ کې ، خیریه بنسټونو هڅه کړې، څو اړمنو ته مرستې برابرې کړي.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل راپور کې د افغانستان بشري وضعیت، د اوږدمهاله جګړو، اقتصادي ستونزو  او طبیعي پېښو له امله ډېر کړکېچن ارزولې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه