Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په صورت کې، دفاع زموږ مسلم حق دی

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل احترام او سوله‌ییز تعامل پر بنسټ اړیکې غواړي.

ښاغلي حنفي یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. 

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په دې هکله وویل:«دا طبیعي ده که‌چېرې څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، په هغه صورت کې بیا د افغانستان شرعي او نړۍوال مسلم حق دی، چې له ځانه دفاع وکړي، که‌چېرې څوک په ډبره ګوزار وکړي، مجبور که‌چېرې مو په ډبره ګوزار ونه‌شوای کړی یو لوټه په لور یې ګوزاروو.»

ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې تاوتریخوالی د هېڅ ګاونډي هېواد په ګټه نه‌دی، او اسلامي امارت لا هم د سوله‌ییز سیاست او دوستانه اړیکو ملاتړ کوي.

 عبدالسلام حنفي زیاته کړه:«هر څومره چې اړیکې ښې وي دا د ګاونډیو هېوادونو د ملتونو په ګټه دی، له دې امله د افغانستان اسلامي امارت تل له سوله‌ییز سیاسته او نیکو اړیکو ملاتړ کوي.»

که څه هم په تېر څه باندې یو کال کې ځینو هېوادونو له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیل کړي؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان باید یوه اقتصاد محوره چغرافیه وي او د افغانستان بهرنی سیاست باید اقتصاد محوره وي او د افغانستان جغرافیه باید د وصل یوه سیمه وي. همدا ځای دی چې د سیمې ټول هېوادونه له افغانستان سره دوستانه اړیکې ټينګولای شي او تامین به کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې دي.

ښاغلي حنفي ویلي چې تاوتریخوالی د هېڅ ګاونډي هېواد په ګټه نه‌دی، او اسلامي امارت لا هم د سوله‌ییز سیاست او دوستانه اړیکو ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه