Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالمتین قانع: افغانستان کې نه‌بښونکي جنایتونه له پولو بهر ریښې لري

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز ښار د کابل‌بانک دروازې مخې ته د تېرې ورځې د برید عاملان د هېواد له پولو بهر ریښې لري.

د یاد وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، زیاته کړې، چې د دغه برید د وژل شویو شمېر اتو تنو ته رسېدلی، او څلور تنه نور په‌کې ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله وايي:«د امنیتي د موندنو او ځينو اسنادو له مخې د دا ډول نبښونکو جنایتونو عاملان، چې د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمن دي، د هېواد له پولو بهر ریښې لري او خپل شوم پلانونه له هغه ځایه تنظیموي. موږ ډاډ ورکوو چې د دا ډول زړه‌بوږنونکو پېښو عاملان ونیسو او مجازات یې کړو.»

د نظامي چارو شنونکی سرور نیازی هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زموږ هیله دا ده، چې د دغو ډلو په ځپلو کې جدي اقدامات وکړي او پرې نه‌ږدي چې دوی بیاځلې سر پورته کړي.»

په کندوز کې د کابل بانک دروازې ته‌څېرمه د سې شنبې ورځې ځانمرګي برید، بهرني غبرګونونه هم راپارولي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د قطر دولت هر ډول تاوتریخوالی او ترهګریزې کړنې د هغه له علت او انګېزې پرته ردوی. 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د قطر دولت د افغانستان په شمال کندوز کې بانک ته نږدې چاودنه چې له امله یې ځينو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده په کلکه غندي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د انګیزې او لاملونو په پام کې نه نیولو سره د تاوتریخوالي او ترهګرۍ په ردولو کې د قطر پر ټینګ دریځ ټینګار کوي.»

په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ترهګري غندي.

په کابل کې د ترکیې سفارت د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کندوز په برید کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هر ډول ترهګري په کلکه غندو، د دې برید قربانیانو ته د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا دعا کوو.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله وايي:«هغو هېوادونو چې دغه کړنه غندلې؛ خو د غندلو ترڅنګ یې باید همکاري هم وکړي؛ ځکه چې د سیمې ټولنیز امنیت په ټولو پورې اړه لري. که‌چېرې افغانستان ناارامه شي، طبیعي ده چې نور هېوادونه هم ناارامېږي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی دی.

د هېواد پخواني ولسمشر لیکلي:«زه په کندوز کې کابل‌بانک ته‌څېرمه چاودنه چې له امله یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکه غندم. دغه پېښه د انساني او اسلامي موازینو خلاف کړنه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې چاودنې پړه د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه