قطر ته د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو د سفرونو په دوام دا ځل د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دغه هیواد ته سفر کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، ملا عبدالغني برادر دغه هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په بېلابېلو اقتصادي مسایلو او پانګونې خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ویلي: د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د یاد هېواد له رییس الوزرا محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وکتل. په دغه کتنه کې د اقتصادي اړیکو او په خصوصي سکټور کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي قطر یو له پرمختللو عربي هېوادونو څخه ګڼي او له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ګټوره ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان وايي: د دغه ډول لوی پلاوي تګ زموږ په ګټه دی ځکه موږ باید له نړۍوالو سره په ژبه پوه شو. نړۍوال څه غواړي، تجارت څه ډول کیږي، او څه ډول موږ کولای شو له نړۍ سره دغه بندې دروازې پرانیستلای شو او دغه لویدلی حالت بدلولای شو.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالظهور مدبر په دې تړاو وايي: که افغانستان وکړای شي چې قطري سوداګر جذب کړي دا به غوره وي ځکه قطر له موږ سره په ډيپلوماټيکو او اقتصادي ګڼو برخو کې مرسته کولای شي او دا زموږ لپاره ګټور اقدام دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د ریاست الوزرا مخکیني سیاسي مرستیال هم قطر ته سفرونه کړي او د دغه هېواد له چارواکو سره یې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه