Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په امنیت شورا کې د افغانستان د پریکړه لیکونو چمتو کول جنجالي شول

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه ‌لیکونو د مسودې د چمتو کولو د مسوولیت اخیستو پر سر د چین او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

یو امریکایي بنسټ چې د امنیت، سیاست او ډیموکراسۍ په برخو کې فعالیت لري، وایي هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو د پریکړه‌ لیک مسوده برابروي، دا امتیاز او آزادي به ولري چې د ځانګړو قضیو په تړاو د شورا د غړو دریځ او د چلند څرنګوالی وټاکي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي: «د دې پر سر چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه ‌لیکونونو مسوده باید څوک ولیکي، یو ناڅرګند اختلاف په نړیوال سازمان کې د امریکا او چین ترمنځ پر یوې لویې لانجې د اوښتل کېدو په حال کې دی. دا بحث د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې پیل شوی، خو په وروستیو اوونیو کې د ټرمپ له لوري د امریکا د حکومت د چارو د واګو تر خپلولو وروسته ډېر شوی دی.»

راپور زیاتوي چې پاکستان او سویلي کوریا چې د امنیت شورا دایمي غړي نه‌دي، هم غوښتنه کړې وه چې دغه مسوولیت پرغاړه واخلي.

خو په دې منځ کې د چین نوماندي د امریکا له مخالفت سره مخ شوی، چې د یوناما د ماموریت د غځېدو متن یې هم له خنډ سره مخ کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه، فضل‌الرحمن اوریا، طلوع‌نیوز ته وویل:«دا د افغانستان په ګټه ده، چې چین صلاحیت ولري، اجنډاوې او پرېکړه‌لیکونه ترتیب کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې متحده عربي اماراتو او جاپان د افغانستان د قضیې مسوولیت پرغاړه درلود.

د متحده عربي اماراتو استازولۍ تر دې وړاندې ویلي وو، چې د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه یې د خپل دوه کلن ماموریت پر مهال په افغانستان کې د ښځو له کار، سولې او امنیته دفاع کړې ده.

د دغه راپور پر بنسټ پاکستان او سویلي کوریا چې د امنیت شورا دایمي غړي نه‌دي، هم غوښتنه کړې وه چې دغه مسوولیت پرغاړه واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه