Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د دوو پاکستاني پلاویو د رالېږلو طرحه وروستۍ شوې

د خیبر پښتونخوا حکومت افغانستان ته د دوو پلاويو د رالېږلو د طرحې د وروستي کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان رسنیو د پښتونخوا د رسنیز سلاکار له خولې راپور ورکړی دی، چې لومړی پلاوی به له اسلامي امارت سره د خبرو د زمینې د برابرولو لپاره واستول شي او وروسته به بل پلاوی د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنداپور په مشرۍ له اسلامي امارت سره د ډیپلوماسۍ او د ډیورنډ فرضي کرښې په اړوند سیمو کې د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په تړاو د خبرو اترو لپاره کابل ته راشي.

د پاکستان د رسنیو د راپورونو په یوې برخه کې راغلي:«د خیبر پښتونخوا رسنیز سلاکار محمد علي سیف وویل د خبرو لپاره به دوه پلاوي افغانستان ته ولاړ شي. لومړی پلاوی به د مذاکراتو لپاره مناسبه فضا او  ډیپلوماتیکو موضوعاتو ته د رسېدنې زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې دویم پلاوی به له څو ښکېلو اړخونو جوړ وي.»

له دې سره هم‌مهاله، په خیبر پښتنوخوا کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو د پاکستان له فدرالي حکومته غوښتي چې ژر تر ژره د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترهګرۍ د ګواښ په تړاو خبرې پیل کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې سیاسي او مذهبي مشرانو د سیاسي او مذهبي ګوندونو د مشورتي مجمع په دویمه ناسته کې چې د «ترهګرۍ پر وړاندې د ملي یووالي» تر سرلیک لاندې د اعلی وزیر علي امین ګنداپور په مشرۍ جوړه شوې وه، هوکړه وکړه چې په پاکستان کې سوله په مستقیم ډول په افغانستان کې له سولې سره تړلې ده.

پاکستاني رسنیو په دې هکله لیکلي:«ګډونوالو په یوه خوله هوکړه وکړه چې په پاکستان کې سوله په مستقیم ډول په افغانستان کې له سولې سره تړلې ده. هغوی ټینګار وکړ چې باید ژر تر ژره د حکومت په کچه له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو خبرې پیل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې د پاکستان فډرال حکومت ډېره همکاري او لېوالتیا ولري او د دښمنۍ له سیاستونو لاس په سر شي، زه باور لرم چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به دایمي سوله او ټیکاو رامنځته شي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیگیر هم څرګندوي:«افغانستان هم باید چمتووالی ونیسي او په هغه صورت کې چې پاکستان وغواړي، د دواړو هېوادونو خلک کولای شي چې د دغو مسایلو په تړاو خبرې وکړي او وروسته یې حکومتونه هره پرېکړه چې وکړي، تایید شي چې په پای کې په سیمه کې سوله او ټيکاو رامنځته شي. له هغې پرته دا وضعیت به د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌وي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د فبرورۍ پر لسمه، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ادعا کړې وه، چې افغانستان د داعش خراسان د جنګیالیو پر مرکز بدل شوی، چې دا ادعا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري رد شوه.

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي ننګونې د هغه هېواد د سیاسي او اقتصادي ستونزو زېږنده دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه