Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت: د برېښنا رسونې ۱۲۶ پروژې مو تر لاس لاندې دي

برشنا شرکت وايي، په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې دوی نږدې ۱۲۶ پروژې لري چې د ځینو قراردادونه شوي دي.

د دغه شرکت مشر زیاتوي، چې په هېواد کې د یو شمېر لویو پروژو کار روان دی او ډاډ ورکوي، چې هېوادوالو ته د برېښنا د لازیاتې اسانتیاو په برخه کې هڅې کوي.

د برېښنا شرکت عمومي رییس، عبدالباري عمر په دې اړه وايي: ډیری خلکو به دا فکر کاوه چې برېښنا کمه ده او موږ ته د برېښنا شرکت له لوري برېښنا سمه نه راکول کیږي یا پرچاوۍ لري. دا به پارچاوي وه خو د لینونونو اضافه باري هم وه. 

د افغانستان برېښنا شرکت رييس وايي، له ۵۶ زره انلوګ میترونو تر اوسه ۳۷ زره یې دیجیتلي شوي او په وینا یې په هېواد کې د برېښنا سیستم د معیاري کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړی همداراز د هېواد لرو پرتو سیمو ته د برېښنا د رسونې په تړاو د هڅو له دوامه خبر ورکوي.

ښاغلي عمر زیاته کړه: موږ په تېرو ۵ میاشتو کې وکړای شوای چې د دغو ۵۶ زرو مېټرونو لمنځه موږ ۳۷ زره شاوخوا مېټرې ډيجیټل ته واوړولې. 

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، دمګړۍ په هېواد کې د اړتیا وړ ۲۱ سلنه برېښنا تولیديږي او ۷۹ سلنه برېښنا بیا له ګاونډيو هېوادونو پېرل کېږي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس، صافی الله احمدزی بیا وايي: "په ۱۴۰۳ کال کې، شاوخوا ۱۲۶ پروژې لرو چې زیاتره یې قرارداد شوي دي او ډیری یې روانې دي."

د ورکړ شویو مالوماتو لمخې، د افغانستان برېښنا شرکت د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه د برېښنا د لګښتونو له اړخه له خپلو مشترکینو ۳۱ میلیارده او ۵۳۱ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه