د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته ویلي، چې داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوی او هېڅ فېزیکي حضور نهلري.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ د داعش ډلې بریدونه د افغانستان له پولو بهر او په ګاونډیو هېوادونو کې پلانېږي.
د عبدالمتین قانع په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له پولو بهر هم د داعش بریدونه خنثی کړي.
ښاغلی قانع وايي:« داعش اصلاً په افغانستان کې حضور نهلري او صفر ته رسېدلي. موږ د هغوی حضور په بشپړه توګه ردوو، له بده مرغه هغه پېښې چې په دې وروستیو کې یې شاهد وو، له پولو بهر ریښې لري، دلایل او سندونه موجود دي، چې زموږ له ګاونډي هېوادونه پلانېږي او وګړي یې په کې ښکېل دي. موږ هڅه کوو له دغو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړو، چې هغوی (داعش) له پولو بهر هم لهمنځه یوسو.»
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د داعش د ځپلو په تړاو ډاډ ورکوي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینو غړو د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
بلخوا د نظامي چارو ځينې شنونکي د سیمې په کچه د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کوي.
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان په خاوره کې د داعش ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یوه نړۍواله اجماع جوړه کړي، چې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.»
د نظامي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم څرګندوي:«د داعش خراسان ډلې ولې باید د افغانستان له پولو بهر تعقیب کړو؛ ځکه د سیمې او نړۍ هېوادونو استخبارات او ټکنالوژي ډېره پرمختللې ده او هغوی ښه پوهېږي چې د داعش خراسان ډلې سرچینه له کومه ځایه وه.»
تر دې وړاندې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون ویلي و، چې د موثقو اطلاعاتو له مخې، نوي جذب شوي ځواکونه د کراچۍ او اسلاماباد د هوايي ډګرونو له لارې د بلوچستان او خیبرپښتونخوا د قبايلي سیمو مرکزونو ته لېږدول کېږي او موخه یې په سیمه او نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان کې د بریدونو کول دي.
په دې اړه مو اندونه