Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا مرستې ځنډېدل به د افغانستان اقتصادي وده ۷ سلنې راټیټه کړي

نړۍوال پراختیايي مرکز په یوه راپور کې ویلي، د امریکا د مرستو ځنډول به د افغانستان په ګډون د بې وزلو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د مرستو له ۹۰ ورځني ځنډ وروسته، د نړیوالې پراختیا مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې له افغانستان سره د ټولو بهرنیو مرستو ۳۵ سلنه مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا کېدې او د دغو مرستو په بندېدو سره به د افغانستان اقتصادي وده ۷ سلنه کمه شي.

په دې لړ کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو او د کار له نشتوالی شکایت کوي او له چارواکو غواړي چې د بې وزلو لاسنیوی وکړي.

د کابل اوسېدونکی، مجاهد بیا داسې وايي: «زما له مشرانو غوښتنه دا ده چې راشي او زموږ کورنۍ و ارزوي او هغو کسانو سره مرسته وکړي چې بې وزله دي، ځکه چې روژه هم نږدې ده.»

بل پلو، د اقتصاد وزارت په لنډمهال کې د هېواد په اړمنو خلکو باندې د امریکا د بشري مرستو د ځنډېدو منفي اغېزې مني، خو وايي چې په ټوله کې به د افغانستان پر اقتصادي پلانونو هېڅ اغېز ونه لري.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب، طلوع‌نیوز ته و ویل: «په لنډ مهاله توګه به دا د خلکو په ژوند منفي اغېزې ولري، ځکه چې یو شمېر خلک به له دې مرستو څخه ګټه اخیستې وي. په ټولیزه توګه د هېواد پر اقتصاد به هیڅ منفي اغېز و نه لري، ځکه چې ټول اقتصادي پروګرامونه په داخلي عوایدو تکیه لري.»

عبدالغفار نظامي، چې د اقتصادي چارو کارپوه دی، وايي: «هغه مرستندویه ادارې چې په افغانستان کې فعالې وې، ډېر ګټور کارونه یې نه کول او په توزیع کې یې هم مشکلات درلودل او دا مرستې په مؤثره او ګټوره توګه نه وې ترسره شوې.»

د امریکا د نړۍوالې پراختیا د راپور لمخې، په تېرو درې کلونو کې امریکا له افغانستان سره درې میلیارده ډالره مالي مرسته کړې او د دغه هېواد تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی پاتې شوی دی.
خو د دغو مرستو محدودېدو له اقتصادي اړخه افغانستان د نړۍ له تر ټولو زیانمونکو هېوادونو ګرځولی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه