Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما او کډوالو وزارت د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو په اړه خبرې کړي

د کډوالو او راستنیدونکو وزارت او یوناما د بیرته راستنیدونکو لپاره په څلورو ولایتونو کې د څلورو میشت ځایونو د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

 د یوناما یوه لوړ پوړې سلاکار د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له مسوولانو سره په کتنه کې په نږدې راتلونکي کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د راستنیوشویو کډوالو لپاره د څلورو ښارګوټو د جوړېدو په تړاو خبرې کړې دي.

اخوا، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی، سردار احمد شکیب وايي: «موږ دا موضوعات د پاکستان له حکومت سره مطرح کړي دي څو د کډوالو ستونزې حل شي، د هغوی وضعیت د سیاسي موخو لپاره و نه کارول شي او دوی دلته په سوله ییزه او درناوي سره ژوند وکړي.»

د کډوالو د حقوقو فعال، نظر نظري وايي: «د پناه غوښتونکو ملاتړې ادارې باید په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوی د وضعیت په اړه د بیلابیلو راپورونو له لارې د کډوالو د ملاتړ لپاره د ډیپلوماتیکو فشارونو څخه استفاده وکړي.»

دغه کډوال وایي چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پولیسو ناوړه چلند یو ځل بیا زیات شوی او دوی له جدي ستونزو سره مخ دي.

عتیق‌الله منصور، یو افغان کډوال په پاکستان کې وویل: «د افغان کډوالو په راولپنډۍ او اسلام‌آباد کې نیول او بد چلند لا هم روان دی. له بده مرغه، د افغانستان سفارت لا تر اوسه نه دی توانیدلی چې له پاکستان حکومت سره په دې اړه هوکړې ته ورسیږي.»

میرویس خاورین، یو بل افغان کډوال په پاکستان کې وویل: «افغان کډوال، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، پاخه عمر لرونکي او ناروغان، ډېر ځورول شوي دي. ډیری یې د حاجي کمپ په نوم یوې سیمې کې د درې ورځو لپاره بندي شوي او بیا بېرته را ایستل شوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په پاکستان کې ځينو افغان کډوالو د وېزو د وخت له کموالي او لوړ لګښته شکایت کړي وو. هغوی ویلي وو چې اوس باید هره میاشت خپلې وېزې تمدید کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه