Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د بې کارۍ ناورین; ځوانان د سرپرست حکومت د «عملي اقدام» په تمه دي

په هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت یوه له هغو ستونزو ده، چې نن سبا یې ځوانان له سختو کړاوونو سره مخ کړي دي.

۲۵ کلن عبدالله یو له همدغو کسانو دی. ده د پروان ولایت پوهنتون د زراعت پوهنځۍ د اقتصاد او کرنیزې پراختیا په څانګه کې په دې هیله لوړې زده‌کړې کړې دي چې ګوندې خپلو موخو ته ورسېږي.
 
عبدالله په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د کار په حساب ما ډېرې هڅې وکړې؛ خو داسې شرایط دي چې کار او دنده نه پيدا کېږي.»

عبدالله یوازینی کس نه دی چې په هېواد کې له بې روزګارۍ شکایت کوي. یوشمېر نور ځوانان هم وايي چې د کار نشتوالی د رواني ناروغیو او ناقانونه کډوالۍ په څېر ستونزې ورته زېږولې دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالواهاب نبي‌‌زاده په دې هکله وايي:«د بې‌کارۍ له امله او د کورنۍ لپاره موږ اړ یو، چې ناقانونه سفرونه وکړو.»

 د کابل بل اوسېدونکی حفیظ‌‌الله هم څرګندوي:«که‌چېرې په خپل هېواد کې کارو بار برابر شي، نو دوی بیا بل ځای ته ځي او بل ځای ته زړه‌ نه ښه کوي او که‌چېرې داسې بې‌کاروي لکه دا نن چې زه بې‌کاره یم، دا د دې لامل کېږي چې دوی په نشه‌يي توکو روږدي شي.»

بل پلو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د روان لمريز کال له پیلېدو راهیسې یې نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي. د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي ویلي چې دا جوازونه تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شوي چې په کورنیو او خصوصي بنسټونو کې پر کار بوخت شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند په دې هکله وايي:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال له پیله تراوسه کابو ۱۰۰ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشلي دي. یاد کسان په امارتي ادارو او خصوصي سکټور، موسسو او کارخونو کې په رسمي دندو باندې ګومارل شوي دي. همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بې‌کارۍ کچې د راټیټولو لپاره هغه ځوانان، چې د هغوی زده‌کړې پاتې دي یا نیم‌ګړې دي د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه ورته جوړ کړي دي.»

بې وزلي او بې ‌روزګاري هغه دوه لویې ټولنیزې ستونزې دي چې تل یې هېوادوال په ځانګړې توګه ځوانان، له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
 
بل پلو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د روان لمريز کال له پیلېدو راهیسې یې نږدې ۱۰۰ زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه