Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسماعیل بقايي: حق‌ابه اوس هم له افغانستان سره په تعامل کې لومړیتوب دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د حق‌ابې په تړاو، په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د سرپرست علي‌رضا بیکدلي وروستۍ څرګندونې ناسمې بللې دي.

ښاغلي بقايي ټينګار کړی، چې دغه موضوع‌ همدارنګه له افغانستان سره په تعامل کې د ایران یو له اصلي لومړیتوبونو څخه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:«دا له افغانستان سره په تعامل او هر ډول خبرو اترو کې یوه ثابته موضوع ده او هغه تخنیکي راپورونه چې تاسو ورته نغوته وکړه، زموږ دوستان به هغه د تعیقب پرمهال هرو مرو په پام کې ونیسي.»

دا لومړی ځل نه‌دی چې ایراني چارواکي له افغانستانه د دغه هېواد د حق‌ابې د اخیستو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کوي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هرات د پاشدان بند پر آبګیرۍ ایران ته د وربهېدونکو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د دې خبرې په غبرګون کې د ریاست‌الوزرا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې د حق‌ابې په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړې شته او د ایراني چارواکو غیرمسوولانه څرګندونې ښايي د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسلم دانشمل وايي:«د حق‌ابې په تړاو له ایران سره زموږ هوکړه په ملګرو ملتونو کې موجوده ده او ایران باید پر دغې هوکړې غور وکړي چې په دغې هوکړه کې څه لیکلي دي، وروسته د هغه پر بنسټ د حق‌ابې غوښتنه دې وکړي.»

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي ویلي و، چې د حق‌ابې مسئله د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ په وروستیو خبرو کې حل شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه