Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سردار احمد شکېب: پاکستان د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سربرست سردار احمد شکېب ویلي، پاکستان په نږدې راتلونکې کې د اسلام‌اباد او راولپېنډۍ په ګډون له ټول پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

ښاغلي شکېب همدارنګه زیاته کړې، چې دغه پرېکړه قطعي او وروستۍ ده او ورسره به د «اې‌سي‌سي» او «پي‌او‌ار» کارټونو لرونکو افغانانو په ګډون ټول افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب وايي:«د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو موږ ته وویل، چې له دې وروسته نور افغانان په پاکستان کې یوازې په ویزه اوسېدلای شي، اې‌سي‌سي کارټ او پي‌او‌ار کارټ نور حیثیت نه‌لري، البته د دوی کابینې پي‌او‌ار کارټ د جون تر ۳۰ مې پورې اعتبار ورکړی دی. او له هغې وروسته به بیا اعتبار نه‌لري که څوک په خپله خوښه ځي هغه به ځي که نه بیا به په زوره ډيپورټ کېږي.»

ورته مهال په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال د پاکستان دغه پرېکړه یو اړخیزه بولي او خپلو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي. دوی وایي، چې دې کار په پاکستان کې د مېشتو کډوالو اندېښنې راپارولې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال عتیق‌الله منصور په دې هکله وویل:«د پاکستان حکومت باید د افغانستان له اوسنیو واکمنانو او یو‌اېن‌سي‌ار سره په درې‌اړخیزه همغږۍ داسې یوه پالیسي او تکلاره جوړه کړي، چې په هغه کې د کډوالو ټول حقونه خوندي وي.»

په پاکستان کې افغان کډوال محمد رضا سازش هم وايي:«د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، چې ټاکل شوې له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ او نورو سیمو څخه ټول افغان کډوال وایستل شي، دغې چارې په پاکستان کې ټول افغان کډوال اندېښمن کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم له پاکستانه غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
 
په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سفارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه پرېکړه قطعي او وروستۍ ده او ورسره به د «اې‌سي‌سي» او «پي‌او‌ار» کارټونو لرونکو افغانانو په ګډون ټول افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

Thumbnail

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سربرست سردار احمد شکېب ویلي، پاکستان په نږدې راتلونکې کې د اسلام‌اباد او راولپېنډۍ په ګډون له ټول پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

ښاغلي شکېب همدارنګه زیاته کړې، چې دغه پرېکړه قطعي او وروستۍ ده او ورسره به د «اې‌سي‌سي» او «پي‌او‌ار» کارټونو لرونکو افغانانو په ګډون ټول افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

په اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب وايي:«د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو موږ ته وویل، چې له دې وروسته نور افغانان په پاکستان کې یوازې په ویزه اوسېدلای شي، اې‌سي‌سي کارټ او پي‌او‌ار کارټ نور حیثیت نه‌لري، البته د دوی کابینې پي‌او‌ار کارټ د جون تر ۳۰ مې پورې اعتبار ورکړی دی. او له هغې وروسته به بیا اعتبار نه‌لري که څوک په خپله خوښه ځي هغه به ځي که نه بیا به په زوره ډيپورټ کېږي.»

ورته مهال په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال د پاکستان دغه پرېکړه یو اړخیزه بولي او خپلو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي. دوی وایي، چې دې کار په پاکستان کې د مېشتو کډوالو اندېښنې راپارولې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال عتیق‌الله منصور په دې هکله وویل:«د پاکستان حکومت باید د افغانستان له اوسنیو واکمنانو او یو‌اېن‌سي‌ار سره په درې‌اړخیزه همغږۍ داسې یوه پالیسي او تکلاره جوړه کړي، چې په هغه کې د کډوالو ټول حقونه خوندي وي.»

په پاکستان کې افغان کډوال محمد رضا سازش هم وايي:«د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، چې ټاکل شوې له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ او نورو سیمو څخه ټول افغان کډوال وایستل شي، دغې چارې په پاکستان کې ټول افغان کډوال اندېښمن کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر ټولو ډېر افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي او تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم له پاکستانه غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه